بازتاب نیوز

د ولسي جرګې پر ۸۹ وکيلانو چې ۴۴ تنه يې ميرمنې دي ټاکنيز لاسوندونه يا وثيقې وويشل شوې.

٤ غويی ١٣٩٨ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ولسي جرګې پر ۸۹ وکيلانو چې ۴۴ تنه يې ميرمنې دي ټاکنيز لاسوندونه يا وثيقې وويشل شوې.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې حوا علم نورستانۍ په هغې غونډه کې چې له همدې امله نن چهارشنبه د روان کال د غويي په ۴مه نيټه جوړه شوې وه ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د غونډې موخه يې د کندهار، هلمند، غور، بادغيس، لوګر، ننګرهار، هرات، تخار، پکتيکا، بلخ او د هندوانو او سکانو د حوزې پر برياليو وکيلانو د ټاکنيزو وثيقو يا لاسوندونو ويشل په ګوته کړه.

ميرمن نورستانۍ د کميسيون په مرکزي دفتر کې د افغانستان د خلکو انتخاب شويو استازيو ته مبارکي وویله او له هغوی يې وغوښتل چې هيواد ته د خدمت په لار کې له هيڅ ډول سرښيندنو ډډه و نه کړي.

د کميسيون مشرې زياته کړه، د لسو ولايتونو او د هندوانو او سکانو د حوزې وروستۍ پايلې د کميسيون د نوي مشرتابه له خوا جوتې شوي چې نن هم ۸۹ تنه وکيلان وتوانيدل چې د ټاکنو د وثيقو په تر لاسه کولو سره د ولسي جرګې اوه لسمې دورې ته لاره بيامومي.

ميرمن نورستانۍ د خپلو خبرو په لړ کې وويل د کميسيون نوې رهبري د ګڼو اداري او عملياتي چارو تر څنګ په دې توانيدلې چې طرزالعملونه يا تګلارې او حقوقي سندونه، د غزني ولايت له پاره د ولسي جرګې ټاکنيز مهالويش، د څو اړخيز ټاکنيز نظام يا (MDR) سيستم، په يو شمير ولايتونو کې د راي ورکونکو د نوملړ چاپيدل، د بايومتريک ټکنالوژۍ کارول، د همکاريو تفاهم ليکونه او داسې نورې ډيرې چارې په لنډ تنګ وخت کې بشپړې کړيدي.

په پای کې د ټاکنيزو کميسيونونو مشرتابه د يادو ولايتونو پر برياليو وکيلانو وثيقې او لاسوندونه وويشل او د هغوی له پاره يې د لا زياتو برياو هيله وکړه.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1660-wj-cn-certificate-20190424-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading