بازتاب نیوز

اروپايي هېوادونه له افغان سولې او افغان پوځ ملاتړ کوي

٤ غويی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

اروپايي هېوادونه وايي، په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د برېتانیا د حکومت د اړیکو اداره د ناستې جزيات خپاره کړي دي چې د اروپايي مشرانو او زلمي خليلزاد تر منځ ترسره شوې.

د خبرپاڼې له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، د برېتانیا، ايټالیا، فرانسې، ناروې، جرمني او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو سره د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي.

یادو لورو په لندن کې پر افغان سوله خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په دغه هېواد کې باید روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.

اروپايي هېوادونو ویلي چې دوی په افغانستان کې ددایمي ثبات غوښتونکي دي او هیله لري چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي او دواړه لوري یوې عملي هوکړې ته سره ورسېږي.

اروپايي ټولنې همدا راز ټینګار کړی، چې دوی د افغان پوځ ملاتړي دي او د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې به یې همکاري کوي.

The post اروپايي هېوادونه له افغان سولې او افغان پوځ ملاتړ کوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/25/%D8%A7%D8%B1%D9%88%D9%BE%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%87-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading