بازتاب نیوز

نن په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو درې اړخيزه غونډه جوړېږي

٤ غويی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د روسیې، امریکا او چین استازي به نن په مسکو کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه غونډه وکړي.

رشه ټوډې وايي چې د درېيو هیوادونو استازي به هڅه وکړي چې طالبان له افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له استازو سره خبرو ته وهڅوي.

رشه ټوډې د افغانستان د حکومت یادونه نه ده کړې.

روسیه، چې ادعا کېږي په وروستیو کلونو کې د طالبانو پوځي ملاتړ کوي، په سیاسي ډګرونو کې په ښکاره د طالبانو ننګه کوي.

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان حکومت په قطر کې د بین الافغاني خبرو د لغوه کېدو مسوول وباله.

کابلوف انټرفکس خبري اژانس ته وویل، دوی په دې خواشیني دي چې د افغانستان جمهور ريیس هڅه وکړه هغه اصول بدل کړي چې په پیل کې د دې ډول غونډو د تنظیم لپاره جوړ شوي وو.

کابلوف د طالبانو دریځ تایید کړ، او ویې ویل «خبره دا ده چې د افغانستان واکمن جمهور رييس هڅه کړې چې دا طرحه ګډه وډه کړي، ده د نژدې ۲۵۰ تنو لیست جوړ کړ او هڅه یې وکړه چې ټول قطر ته ولېږي.

مخکې په نورو راپورونو کې ویل شوي وو چې د درو هیوادونو (چین، امریکا او روسیې) استازي به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو او د ملي پخلاینې پر امکاناتو خبرې وکړي.

The post نن په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو درې اړخيزه غونډه جوړېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/25/%D9%86%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D9%85%D8%B3%DA%A9%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading