بازتاب نیوز

ولایتونو کې د ۱۰۰۶ پروژو پلي کېدو، ۱۴ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړې دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، مجیب الرحمن کریمي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه راپور ورکاوه، زیاته کړه، تېر کال په ټولیزه توګه د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې په ۳۴ ولایتونو، ۲۴۹ ولسوالیو او ۷۸۷ کلیو کې ۱۰۰۶ پروژې بشپړې شوې دي.

له یادو پروژو څخه کابو ۳ میلیونه کلیوالو ګټه پورته کړې او د هغوی لپاره یې ۱۴ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړې دي.

ښاغلي کریمي د ښوونځیو د جوړېدو په برخه کې وویل چې په ۱۳۹۷ کال کې د ۲۶۴۷ ښوونځیو د ډیزاین، سروې او پروپوزل جوړولو بهیر پیل او د جوړولو عملي چارې یې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۷ کال کې د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د څه باندې ۶ زره پراختیایي پروژو چارې پیل کړي چې له یادې ډلې څخه ۶۰۹ یې په همدې کال کې بشپړې شوې دي او پاتې نور یې ۱۳۹۸ کال ته لېږدول شوې دي.

د کليوالي اقتصاد د پراخیتا پروګرام د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په جولای میاشت کې پیل شوی او تمه ده چې د پنځو کلونو په ترڅ کې د ۳۴ ولایتونو په ۷۶ ولسوالیو کې ۶۲۵۰ انکشافي شوراګانې تر پوښښ لاندې راولي. دغه راز یاد پروګرام به په دې موده کې د کلیوالو لپاره ۵۰۰ زره کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، کوچیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې وویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د کوچیانو لپاره کابو ۱۰۰۰ انکشافي شوراګانې رامنځته شي او د هغوی لپاره د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه هم ۳۰ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوي دي.

په ۱۳۹۷ کال کې د ساحوي انسجام د پروګرام په چوکاټ کې د هېواد په کلیو او بانډو کې د ۳۰ چک ډیمونو په ګډون ۵۳۹۵۹ متره کارېزونه، ۲۱۳۸۸ متره استنادي او ګبیوني دېوالونه او ۱۵۴۲۲ متره کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې په ۱۳۹۸ کال کې به د هېواد په کلیو او بانډو کې د ساحوي انسجام د پروګرام له لارې؛ ۴۸۴۹۰ متره کارېزونه، ۲۸۷۰۰ متره کانالونه او د اوبو لګولو واړه بندونه، ۴۰۱۶۷ متره استنادي، ساتندویه او ګبیوني دېوالونه جوړ شي.

په ۱۳۹۷ کال کې د ۵۹۶ کیلو متره سړکونو او ۱۲۷۱ پلونو په جوړېدو سره د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته د کلیوالو د لاسرسي کچه له ۶۰ سلنې څخه ۸۲ سلنې ته لوړه او بازارونو ته د سلګونه هکټاره ځمکې د محصولاتو د رسېدو زمینه برابره شوې ده.

تېرکال کې ۸۲۶۶۳۷ کلیوال د اوبو رسونې له پروژو څخه ګټه اخیستې، چې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د راپور له مخې اوسمهال ۵۵.۳ سلنه کلیوال د څښاک اوبو ته لاسرسی لري.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې وکولای شول خلکو ته د سېلابونو له کبله د زیاتو منفي اغېزو له رسېدو څخه مخنیوی وکړي او د هېواد سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو، طبي موادو، د ژوند د وسایلو او د زرګونو خېمو او کمپلو په وېشلو سره هغوی ته د ژوند د وضعیت د ښه کېدو ښه زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۳۹۸ کال لپاره د اوبو رسونې، د تجدید وړ انرژۍ، اوبو لګولو، ترانسپورټ، اقتصادي پراختیا، ښوونې او روزنې او د عامه تاسیساتو په برخو کې د ۱۸ میلیارډه او ۳۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۴۳۵ پروژو د پلي کېدو لپاره پروګرام جوړونه کړې ده. دغه پروژې به ۱۱۲ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړي او ۹.۴ میلیونه خلک به ترې ګټه پورته کړي.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/index.php?option=com_content&view=article&id=2966:2019-04-24-10-35-37&catid=50:press-release&Itemid=93

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading