بازتاب نیوز

سږ کال به ۱۷۵ د درملو تاسیسات او ۴۵۵ د درملو د تاسیساتو فني مسوولین د فعالیت جوازونه تر لاسه کړي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي اداره، د مارکیټ د ښه کنټرول په موخه د درملو د تاسیساتو پر منظم تفتیش باندې تمرکز لري. 

دغې ادارې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره، په ۱۳۹۷ کال کې له ۱۶۹۳ درملتونونو، ۲۸۳ عمده پلورنځیو، ۳۲۵ وارداتي شرکتونو او ۲۵ تولیدي کارخانو څخه په مرکز او ولایتونو کې تفتیش کړی دی.

ډاکتر غلام سعید راشد، د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي ادارې رییس چې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په پروګرام کې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، زیاته کړه: په ۱۳۹۷ کال کې د درملو د تولید ۸ فابریکو، ۱۰۹ عمده پلورنځيو، ۱۲۷ وارداتي شرکتونو، ۶۷ درملتونونو، ۶۵ د وارداتي شرکتونو نماینده ګیو، د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی او دغه راز د ۱۴۴۳ فني مسوولینو د فعالیت جواز نوی شوی دی.

د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي ادارې په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو کې د هېواد د مجازو درملو ملي لست نوی کړی دی چې پر بنسټ یې د ملي او نړیوال ماخذ په پام کې نیولو سره ۱۲۶۶ قلمه درمل د هېواد د مجازو درملو په ملي لست که شامل شوي دي.

له بې کیفیته درملو څخه د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه د نړیوالو معتبرو ماخذونو په پام کې نیولو سره په تېرو دوه کلونو کې شاوخوا ۱۹۵۶۴ قلمه د درملو، خوړو او اوبو نمونې تر آزموینې لاندې نیول شوې دي.

د کورنیو درملو د تولید د ودې او پر وارداتي درملو د اتکا د کمښت په موخه، د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي ادارې د کورنیو درملو د تولید د کیفیت په برخه کې د ډاډ تر لاسه کولو په موخه څو فعالیتونه تر لاس لاندې نیولي دي، چې په هغو کې د نویو فابریکو له جوړېدو څخه ملاتړ، د کورنیو نوو اقلامو په ثبت کې د اسانتیا راوستل، د نوي تولید د څانګو د پیلولو لپاره د اسانیتا راوستل او د GMP ستندردونو سره سم د فابریکو معیاري کول شامل دي.

په تېر یوه کال کې د درملو ۸ کورنۍ فابریکې نوې پرانیستل شوې، چې پدې سره په ټولیز ډول د هېواد په دننه کې د درملو د تولید د فابریکو شمیر ۵۶ ته رسیږي.

راشد دغه راز وویل چې په ۱۳۹۸ کال کې به د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو سره ۱۷۵ د درملو تاسیساتو ته د فعالیت جواز ورکړل شي او دغه راز به ۴۵۵ د درملو د تاسیساتو فني مسوولین د فعالیت جواز ترلاسه کړي او د هېواد په کچه به د ۳۰۰۰ پرچون درملتونونو جوازونه د اړوندو لارښوونو په پام کې نیولو سره نوي شي.

۱۴۹۸ قلمه روغتیايي محصولاتو او درملو ته د واردولو اجازه ورکول، د نرخونو د کنټرول په موخه له ۶۸۰۰ څخه د زیاتو وارداتي او تولیدي درملو د نرخ ټاکل، هېواد ته د اخلېدو پر مهال د ۱۲۷۳۱ قلمه وارداتي درملو او روغتیایي محصولاتو د نمونې اخیستل او د کیفیت د تثبیت په موخه د کیفیت د کنټرول د لابراتوارونو ریاست ته د هغو استول، په ۱۳۹۸ کال کې د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم د ملي ادارې له پروګرامونو څخه ګڼل کیږي.

دغه راز په روان کال کې په پام کې ده چې له ۲۴۰۰ درملتونونو، ۳۰۰ عمده پلورنځیو، ۲۰۰ وارداتي شرکتونو او په کابل کې له ۵۶ تولیدي کارخانو څخه څارنه او پلټنه وشي.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/index.php?option=com_content&view=article&id=2965:2019-04-24-10-33-55&catid=50:press-release&Itemid=93

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading