بازتاب نیوز

تېر کال په هیواد کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه رامنځته شوي دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د روغتیا وزیر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت د ۱۳۹۷ کال د لاسته راوړنو او ۱۳۸۹ کال د پروګرامونو راپور رسنیو ته وړاندې کړ.

روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زیاتوالی، د روغتیايي مرکزونو رامنځته کیدل او ارتقا، د روغتیا یي خدمتونود وړاندې کولو په کیفیت کې ښه والی، د روغتیايي خدمتونو په سیستم کې پیاوړتیا، د روغتیا په سکټور کې د فساد پر وړاندې مبارزه او د روڼتیا او حساب ورکولو زیاتوالی، د روغتیا وزیر د راپور له مهمو موضوعاتو څخه وو.

دوکتور فیروزالدین فیروز، چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې زیاته کړه: یاد وزارت توانېدلی په ۱۳۹۷ کال کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه، د هیواد په کچه ۱۷۰ د واکسین ګرځنده ټیمونه، د کوچیانو لپاره ( ۱۵) ګرځنده روغتیايي ټیمونه، ۱۰۰عرادې امبولانسونه،د کندوز په روغتون کې سټلایټ کلینیک، د هرات په ولایت کې د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره سل بستریزه معیاري مرکز، په ۲۱۱ فرعي روغتیايي مرکزونو کې د واکسین څانګې، د پکتیا حوزوي لابراتور او په مرکزي لابراتوارونو کې د هستوپتولوژي ډیپارټمنټ رامنځته کړي.

نوموړي دغه راز وویل: د هیواد په بېلابیلو برخو کې څلور روغتونونه نوي پرانستل شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي او درې روغتونونه، د درملو د کیفیت د کنټرول څلور لابراتوارونه او د واکسین د یوه زیرمتون د جوړولو کار نوی پیل شوی دی.

د روغتیا وزیر د کیفیت لرونکو روغتیا یی خد متونو د وړاندې کولو په اړه وویل، چې یاد وزارت توانېدلی د تیر کال په بهیر کې ۶۵ میلیونه کسانو ته لومړي او ثانوي روغتیا یی خدمتونه، ۱.۷ میلیونه مېرمنو ته د ولادت نه مخکي روغتیايي خدمتونه، ۹۳۰ زرو مېندو ته د ولادت مناسبه زمینه، ۶۵۹۸۳۸ مېندو ته د ولادي او نسايي جراحۍ زمینه، ۱.۵ میلیونه ماشومانو ته د پنتاسه واکسین، ۱.۴ میلیونه ماشومانو ته د سرخکانو واکسین، او تر پنځو کلونو کم ۲۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین، په خوارځواکۍ اخته د ۲۷۰ زرو ماشومانو تداوي، ۱۱۴۰ روږدو ته د تداوۍ د زمینې برابرول، په ایچ آی وي اخته د ۱۰۰۰ ناروغانو تداوي، د هیواد په کچه د تداوۍ د وړیا کمپونو له لارې ۱۵ زرو معلولو کسانو ته د اورتو پیدي خدمتونه او د سترګو د ناروغیو تداوي ترسره شوې ده.

د روغتیا وزیر د انکشافي بود جې د لګښت په اړه وویل: یاد وزارت د ۱۳۹۷ کال په بهیر کې توانېدلی، چې څه د پاسه ۹۳ سلنه بودجه ولګوي.

نوموړي په ۱۳۹۸ کال کې د روغتیا وزارت د پروګرامونو په اړه هم جزئیات ورکړه او زیاته یې کړه: په روان کال کې د نایب امین الله خان په روغتون، جناح روغتون، د سمنګانو په نسایي ولادي روغتون، د فاریاب د مور او ماشوم په روغتون، د جوزجان په ولایتي روغتون، د کندهار په عینومېنه روغتون، او د لغمان په ولایتي روغتون کې د روغتیا یي خدمتونو وړاندې کول پیل شوي دي.

۱۷۰ بستریز حوزوي روغتون ته د غزني د ولایتي روغتون ارتقا، د ارزګان په ولایت کې د روږدو کسانود تداوۍ د روغتون رامنځته کول، د سرطان د تشخیص او تداوۍ سل بستریزه روغتون، د هیواد په پنځو ولایتونو کې د ۳۵ روغتیايي اشیانو رامنځته کول، د روغتیايي مراقبتونو د اعتبار ورکولو د ملي ادارې رامنځته کول او روغتونونو ته د اعتبار ورکولو پیل او د قابلو او نرسانو د شورا رامنځته کول په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وزارت له نورو پروګرامونو څخه ګڼل کیږي.###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/index.php?option=com_content&view=article&id=2961:2019-04-22-11-22-18&catid=50:press-release&Itemid=93

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading