بازتاب نیوز

په څه باندې ۴۹۰ ادارو کې د قوانینو او مقرراتو د مراعتولو په اړه تفتیش تر سره شوی دی

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۷ کال کې د وزارتونو، خپلواکو ادارو، د مرکز او ولایتونو د ښاروالیو، تصدیانو، موسسو او په بهیر کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو په ګډون په ۴۹۲ ادارو کې د قوانینو او مقرراتو د مراعتولو په اړه تفتیش تر سره کړی دی.

د دغې ادارې مسلکي مرستیال، سید محمد مهدي حسیني چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د ځواب ورکولو په پروګرام کې د خپلې ادارې لاسته راوړنې بیانولې، زیاته کړه: د پلټنې په پایله کې د پلټنې د پایلو ۴۵۹ راپورونه تر تحلیل او ارزونې وروسته اړوندو مراجعو ته لېږل شوي چې له بېلابېلو مدارکو لکه د مالیې د نه ورکړې توپیر، د بیو توپیر، د ځنډونې(تاخیر) جریمې، اضافي ورکړې، ترانسپورټي کمېشن، د معتمدینو باقیات، ناسمې سنجونې، د صفایۍ محصول، کرایې، د ځمکې د بیې د نه ورکړې، حق الاجارې او د لوحو او نورو مدارکو له ټکس څخه د پیسو د توپیر په توګه د پلټنې د موندنو د شمېرو په یو ځای کولو سره په ټولیزه توګه ۴۴۷۲۲۰۱۹۳۱ افغانۍ- ۱۰۲۹۷۵۵۷ ډالر- ۳۳۸۴۸۴۰ یورو- ۲۸۹۹۷۲ سعودي ریال او ۹۷۰۰۷۶ روبل؛ بېرون او د دولت خزانې ته د ورګرځولو وړ بللې دي.

هغه اندازه پیسې چې وړاندې د یادې ادارې د قوانینو او مقرراتو د مراعتولو د پلټنو په پایله کې تثبیت او اړوندو مراجعو ته ابلاغ شوې وې په ۱۳۹۷ مالي کال کې له پلټل شویو ادارو څخه د تر لاسه شویو اطمینانیو له مخې د مرکزي او سیمه ییزو بودجوي ادارو د دولتي او ودانیزو شرکتونو، ښاروالیو، تصدیانو او عوایدو څخه په ټولیزه توګه ۲۶۹۱۸۴۱۰۴۷ افغانۍ ۱۳۲۳۵۴ ډالر تصفیه او ۲۹۶۱۶۲۴۸۲ افغانۍ او ۹۵۳۵۲ ‌ډالر ترلاسه او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

دغه راز د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان له بیارغونې سره د مرستې صندوق په ګډون د نړیوال بانک د ۴۰ پروژو پلټنه کړې چې د پلټنې د موندنو د پیسو ټولیزه اندازه یې ۱۸۵۸۳۷۳۷۰ افغانۍ او ۶۸۱۴۷۱ ډالره ده. د پروژو د پلټنې راپور نړیوال بانک سره شریک شوی دی.

د ۱۳۹۶ مالي کال د قطعیې حساب پلټنه په ټاکل وخت بشپړه او راپور یې جمهوري ریاست او ولسي جرګې ته وړاندې شوی دی.

د پلټنې عالي ادارې د ۱۳۹۷ مالي کال د پلټنو پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د ټولګټو شتمنیو د حیف و میل پېښې تثبیت او په ۱۷ دوسیو کې ترتیب کړي چې اوښتې زیان یې ۸۰ میلیونه افغانۍ کېږي. یادې قضیې د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.

د پلټنې عالي ادارې د معیاري تفتیشونو په ترسره کولو او د تفتیش د نړیوالوسټنډرډونو په مراعتولو سره په سیمه کې د افغانستان د بودجې د روڼتیا د دوهمې رتبې په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه لرلې ده.

حسیني دغه راز وویل د وزارتونو، خپلواکو ادارو، په بهر کې سیاسي نماینده ګیو، تصدیانو، موسسو او ښاروالیو په ۶۱۴ ادارو کې د قوانینو او مقررو د رعایت د پلټنې ترسره کول، د ښارجوړولو او ځمکو او لوړو زده کړو په وزارتونو، د عامې روغتیا وزارت د درملو د چارو ریاست، د پلازمېنې زون خپلواکې ادارې، د پوهنې وزارت د ښوونکي د روزنې ریاست او کابل ښاروالۍ کې د ۷ مشارکتي کړنو د تفتیش ترسره کول، د دولت د ۱۳۹۷ کال د قطعیې حساب پلټنه او جمهوري ریاست او ولسي جرګې ته د هغې د راپور وړاندې کول، په دولتي ادارو کې د نړیوال بانک د ۱۳۹۷ مالي کال د ۴۲ پراختیايي پروژو پلټل، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د پلټنې د عالي ادارې له عمده پروګرامونو څخه دي.

د پلټنې عالي اداره، په عامه سکتور کې د قوانینو او مقررو د رعایت تفتیش، مالي تفتیش، د کړنو تفتیش، د معلوماتي ټکنالوژۍ تفتیش، ځانګړي او مختلط تفتیشونه ترسره کوي.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/index.php?option=com_content&view=article&id=2959:2019-04-18-09-13-33&catid=50:press-release&Itemid=93

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading