بازتاب نیوز

تېر کال د سیمه ییزې حکومتولۍ کال وو

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رییس، عبدالمتین بیک چې ملت ته د حکومت د ځواب ورکولو په پروګرام کې یې د خپلې ادارې د ۱۳۹۷ کال لاسته راوړنې بیانولې، وویل: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په تېر کال کې د قوانینو، خدمتونو د وړاندې کولو، د ښاري خدمتونو د ښه والي او پروسو د اسانه کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي بیک دې ته په ټینګار سره چې تېر کال د سیمه ییزې حکومتولۍ کال وو، زیاته کړه: په تېر کال کې جمهور رییس ۲۵ سلنه وخت سیمه ییزو ادارو ته ځانګړی کړی وو، چې په دې برخه کې د جمهور رییس ولایتي سفرونه او په مرکز کې د ولایتي چارواکو حضور؛ یادولی شو.

هغه چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې خبرې کولې د حکومتولۍ د لارې د نقشې تصویب، د سیمه ییزو شوراګانو د قانون تصویب او د ښاروالیو د قانون توشیح کېدل؛ د قوانینو په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس دې ته په ټینګار سره چې د ښاروالیو قانون د ښاروالیو ټاکنو ته زمینه برابره کړې ده، زیاته کړه: په راتلونکي کال کې د ښاروالیو ټاکنې د دغې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه به وشي چې یو یا دوه ښاروالان هم د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

بیک وویل: تېر کال کې د زیاتو غټو ښارونو، ښاروالان د آزادې سیالۍ له لارې ګومارل شوي چې په هغه ډله کې دوه تنه ښځې هم شاملې دي.

نوموړي په تېر کال کې د ولسوالانو کنفرانس جوړېدو ته په اشارې سره وویل، په راتلونکي کال کې به د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې زیاته پاملرنه ولسوالیو ته وي او ولسوالانو ته د سرچینو او پروګرامونو په برابرولو سره به د هغوی د ځواب ورکولو کچه زیاته شي.

په ورته وخت کې د هېواد په ۹۳ سلنه ولسوالیو کې د ولسوالانو شتون، د ولسوالانو د معاشونو یوشانوالی او هغوی ته د وسایطو وېشل اود سیمه ییزو ادارو په رهبرۍ کې د ښځو د شتون زیاتول؛ د سیمه ییزې ادارې د پیاوړې او اغېزمنې رهبرۍ په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د نورو کړنو په توګه یاد کړل.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/index.php?option=com_content&view=article&id=2958:2019-04-18-07-22-28&catid=50:press-release&Itemid=93

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading