بازتاب نیوز

د ملګرو ملتو د استازي دفتر یونما مرستیال او سلاکارانو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مشرتابه پلاوي سره لیدنه کتنه وکړه

٢٤ غويی ١٣٩٨ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ملګرو ملتو د استازي دفتر یونما مرستیال او سلاکارانو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مشرتابه پلاوي سره لیدنه کتنه وکړه

د ۱۳۹۸ کال د غويي په دوه ویشتمه د یونما مرستیال او سلاکارانو یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مشرتابه بلاوي سره د دغه کمیسیون په ودانۍ کې وکتل او پر یو لړ موضوع ګانو یې سره خبرې اترې وکړې. په پیل کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او کمیشنر مسافر قوقندي میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړي هغوی ته وروپیژندل.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عصمت الله مل وویل، په کمیسیون کې زموږ له دندې شاوخوا دوه میاشتې تیریږي، موږ د یو شمیر ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړې، او په پام کې ده چې د کابل ولایت وروستۍ پایلې هم اعلان کړو.
ورپسې د کمیسیون کمیشنر اورنگ زیب وویل، ټاکنې به د نړیوالې ټولنې او ټاکنیزو شریکانو له ملاتړه پرته د یو لړ ستونزو سره مخامخې شي، نو له همدې کبله موږ د راتلونکو ټاکنو په ترسره کولو کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته ډیر اړمن یو.

دا رنګه د کمیسیون بل کمیشنر محمد حنیف دانشیار په خپلو خبرو کې وویل چې په ټاکنو کې له ټولو ښکیلو غاړو سره په اړیکه کې یو او له نهه ملیونو زیاتو رای ورکونکو نوملړ چې بایومتریک شوي د احصایې له مرکزي ادارې سره شریک کړیدی.

ورپسې د کمیسیون کمیشنر مولانا عبدالله د څلورو اصلونو په پام کې نیولو: د قانون حکمونه، د داخلي شریکانو نظرونه، بهرني شریکان او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په اډانه کې د وړتیاو لوړولو ته اشاره وکړه او هغه یې مهم او ارزښتناک یاد کړل.

د یونما مرستیال او سلاکارانو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کمیشنرانو د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د سپټمبر د ۲۸ نیټې ( د تلې ۶) ټاکنې له هر پلوه د افغانستان د خلکو له پاره مهمې او برخه لیک ټاکونکې دي او موږ هم ستاسو تر څنګ دا هڅه کوو چې د کمیسیون واکونه او ونډه خوندي وي، هغوی دا رنګه وویل چې له ټاکنو د نړیوالې ټولنې ملاتړ پر دې پورې تړلی دی چې راتلونکې ټاکنې د یو ریښتیني پلان سره سمې ترسره شي.

په پای کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي په مننې سره وویل چې په افغانستان کې به ټاکنې د نړیوالې ټولنې او ټاکنیزو شریکانو له ملاتړه پرته د یو لړ ستونزو سره مخامخې شي، نو له همدې کبله موږ د راتلونکو ټاکنو په ترسره کولو کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته ډیر اړمن یو.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1675-unama-meeting-20190512-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading