بازتاب نیوز

افغانستان سره د متحده ایالاتو د ملکي مرستو د بیاکتنې په اړه ګډه خبرپاڼه

٢٦ غويی ١٣٩٨ په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفارت

د لاندې اعلامیې متن په کابل کې د متحد ایالاتو سفارت او د افغانستان د مالې وزارت لخوا د متحده ایالاتو د ملکي مرستو په اړه خپور شوې دی

د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو نن د غویې میاشتې په ۲۳ مه نېټه افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو ګډه بیا کتنه پیل کړه. یاده بیاکتنه چې د روانې میاشتې په پای به ترسره شی د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي محمد همایون قیومي او د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې اغلی آلیس ولز له لوري پیل شوه.

د ملکي مرستو ګډه بیاکتنه، د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په وړاندیز او د متحده ایالاتو په تائید تر سره کیږي چې د ستراتیژیکو همکاریو، د افغانستان حکومت د پراختیایې لومړیتوبونو سره همغږۍ، او د لاسته راوړنو او ستونزو د پیژندلو په برخو باندې متمرکزه ده . د دې بیاکتنې له مخې د روڼتیا، ځواب وینې او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د غیر نظامي مرستو لومړیتوب ټاکلو، د افغانستان د بنسټونو او د خلکو هوساینې او ودې څخه ملاتړ کوي او دواړه اړخونه په دې هوکړه شوي چې د امریکا ملکي مرستې باید د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د ځان بسیاینې د پیاوړتیا لپاره دوام پیدا کړي.

متحده ایالات د افغانستان حکومت سره په همغږۍ، د روغتیا، پوهنې،  اقتصادي ودې، انرژۍ، زیربنا سکټورونو همداشان د بشردوستانه او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو کې غیر نظامي مرستې برابروي. په افغانستان کې د متحده ایالاتو پانګونه به د افغانستان اقتصادي رفاه څخه د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په چوکاټ کې تر سره کیږي.

متحده ایالات او افغانستان د افغانانو د ځان بساینې د پرمختګ په بهېر  کې خپلو نږدې ملګرتیا ته دوام ورکوي.

په واسطه | 16 مې, 2019 | موضوع ګانې: خبرونه, مطبوعاتي اعلامیې

اصلي اړیکې: https://af.usembassy.gov/ps/افغانستان-سره-د-متحده-ایالاتو-د-ملکي-مر/

د اصلي پاڼې خلاصول

په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفارت په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading