بازتاب نیوز

ملګرو ملتونو د داعش ډلې په «خراسان» څانګه بندیزونه لګولي

٢٦ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دولت اسلامي یا «داعش» ډلې «خراسان څانګه» چې په مرکزي اسیا کې فعالیتونه لري، د بندیزونو په لست کې شامله کړې.

دغه بندیزونه چې تېره ورځ وضع شول، داعش پکې یوه ترورستي ډله یاده شوې.

د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت له یادو بندیزونو څخه هرکلی کړی او ادعا یې کړې چې یاد بندیزونه به دداعش ډلې فعالیتونه را کم کړي.

ددې وزارت ویاند «صبغت الله احمدي» په دې تړاو وویل « هر څوک چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوې او د افغانستان د خاورې د بې ثباته کولو هڅې کوي، ترورستان دي او باید د بندیزونو په لست کې شامل شي».

د داعش ډلې «خراسان» څانګه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د داعش د بریاوو د عروج په زمانه کې رامنځته شوه، د افغانستان په ختیځ کې په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې یې ځان ته مرکزونه جوړ کړل چې؛ په لومړي ګام کې یې طالبان له «دینه وتلي» وبلل او د ځايي خلګو په ځورونه یې لاس پورې کړ چې؛ وروسته د طالبانو له لوري سخت وځپل شول.

داعش؛ چې په افغانستان کې د بهرنیانو د یوې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي؛ طالبانو هم په همدې تړاو څو ځل ادعا کړې چې؛ دا ډله د امریکايي او د ګډ حکومت د سرتېرو له لوري تقویه کېږي او هر وخت چې دوی له داعش سره په جګړه اوښتي، امریکایانو او ګډ حکومت سرتېرو هم دداعش په ملاتړ ورته لاس یو کړی او په دوی یې بریدونه کړي.

بل لوري ته د افغانستان د مشرانو جرګې «سنا» یو شمېر غړي هم په ورته باور دي، ددوی په اند داعش په افغانستان کې هغومره فعالیتونه نه لري څومره چې؛ د غربي رسنیو له لوري ورته تبلیغ کېږي، ددې جرګې یوه غړي او دننګرهار د خلګو استازي «عطاء الله لودین» په افغانستان کې د ابوبکر البغدادي د شتون په اړه د بهرنیو رسنیو شایعاتو په اشارې وویل « د داعش مشر په افغانستان کې نشته هغه په داسې یو هیواد کې دی چې له افغانستان سره هیڅ پوله نه لري».

د افغانستان یو بل متقاعد جنرال «جاوید کوهستاني» هم ورته نظر لري، د نوموړي په وینا؛ یو شمیر غربي او ځینې عربي هیوادونه داعش تقویه کوي او ددې ډلې جنګیالي افغانستان ته را لېږدوي.

په افغانانو سربېره  د افغانستان یو شمېر ګاونډي هیوادونه هم د بهرنیانو له لوري د «داعش» د پاللو په برخه کې اندېښنې لري، څه موده وړاندې کله چې؛ بهرنیو او دولتي سرتېرو د داعش ډلې بندیان د طالبانو له زندان څخه ازاد کړل؛ روسیې یې په اړه خواشینې وښوده او په دې تړاو یې وضاحت وغوښت.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144772/%D9%85%D9%84%DA%AB%D8%B1%D9%88-%D9%85%D9%84%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4-%DA%89%D9%84%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%AE%D8%B1%D8%A7%D8%B3%D8%A7%D9%86-%DA%85%D8%A7%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading