بازتاب نیوز

د بې ادبو انسانانو سره څه ډول برخورد وکړو؟

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

که چیری یو څوک بې ادبه وي او نه غواړی ځان اصلاح کړي نو تاسی هم نه سی کولای چی هغوی مجبوره کړی تر څو با ادبه چلند وکړي. که وغواړو که ونه غواړو خو په جامعه کی د ځینو بې ادبو افرادو سره سر او کار لرو او دا کسان کیدای سي چی بیګانه او یا هم ستاسي خپلوان وی.

د بې ادبو اشخاصو سره داسی برخورد وکړی:

۱- د بې ادبی جواب په بې ادبی سره مه ورکوی: دا صحی طریقه نه ده کله چی تاسی د یو کس سره مخ کیږی او د ځینو لاملونو له کبله هغوی ستاسو سره بې ادبی کوي نو تاسی ګولای سی چی په مودبانه ډول د هغوی جواب ورکړی او د ځان څخه دفاع وکړی چی په دې ګړنه سره به هغوی هم پرخپلو کړونو پښیمانه سی.

۲- اصلی لامل پیدا کړی: معمولا د خلګو بده رویه کیدای سي د یو مشکل له کبله وي چی ستاسو سره یې پیدا کړی وي او تاسو پرې خبر نه یاست د مثال په ډول که ستاسو د همسایه په رفتار کی یو دم تغیر راځي نو حتمن یو دلیل سته ددې لپاره په مستقیم ډول د هغوی سره خبری وکړی تر څو ستاسو تر منځ مشکلات حل سی.

۳- د کم حوصله کیدو څخه ځان وساتی: کیدای سي د خلګو د بد رفتار په مقابل کي تاسي حوصله دلاسه ورکړی او د هغوی سره هم ورته عمل وکړی خو په دی توګه تاسي د هغوی چلند بدلولای نه سي ځکه نو د هغوی د چلند په مقابل کی د هغوی سره دوستانه رفتار وکړی د هغوی جواب په خندا او مهربانی سرخ ورکړی چی دابه ستاسو د قدرت نښه هم وی او په دی سره به مو د یو بد حالت په له منځه وړلو او دیوې دوستانه فضا په رامنځته کولو کی رول لوبولی وی.

ژباړه: عایشه عزیزي

The post د بې ادبو انسانانو سره څه ډول برخورد وکړو؟ appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-بی-ادبو-انسانانو-سره-څه-ډول-برخورد-وکړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading