بازتاب نیوز

په فراه کي ۵۰ پولیس له زده کړو وروسته د جګړې لیکو ته ستانه سول

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په فراه ولایت کي شاوخوا ۵۰ ملي پولیس له نظامي تعلیماتو او فراغت لیکونو له ترلاسه کولو وروسته د امنیت لپاره د جګړو لیکو ته ستانه سوي.

د هغوئ د فراغت لپاره د فراه په امنیې قومندانۍ کي ځانګړي مراسم نیول سوي، چي امنیه قوماندان سمونیار غلام محي الدین خېرخواه او د کورنيو چارو وزارت د ښووني او روزني مرستیال سمونوال عبدالحلیم ساپي او نورو چارواکو برخه پکښي اخیستې وه.

د فراه امنیه قوماندان په خبرو کي وویل، چي د سرتېرو زیاته مرګ ژوبله په جګړه کي د همدې تعلیماتو د کموالي له امله وي، خو روزل سوي پولیس نه یوازي د تلفاتو مخنیوی کوي، بلکي په تکتیکي ډول آسانه د وسله والو پر ضد پرمختګ کولای سي.

هغه پولیس یو ځل بیا له خلکو سره ښه چلند ته راوبلل او د ولس ترمنځ يې د واټن د له منځه وړلو هدایت ورته وکړ.

د کورنيو چارو وزارت مسولینو او د فراه د پولیسو د تعلیمي مرکز مسولینو په خپلو خبرو کي وویل، چي پولیس د تروریزم پر ضد د مبارزې ترڅنګ د قانون د تطبیق په برخه کي مسولیت لري او دا مسولیت باید په سمه توګه ادا کړي.

The post په فراه کي ۵۰ پولیس له زده کړو وروسته د جګړې لیکو ته ستانه سول appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/په-فراه-کي-۵۰-پولیس-له-زده-کړو-وروسته-د-ج/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading