بازتاب نیوز

عمر داودزی د سولې په یوه سفر هند ته رسېدلی

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د افغان سولې د استازي زلمي خلیلزاد وروسته د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داووزی نن په رسمي سفر هند ته ورسید.

نوموړی به په دې سفر کې د هند له بهرنیو چارو وزیرې، د امنیت شورا له سلاکار او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې او په یادې پروسې کې د سیمه یزې اجماع د پراختیا په اړه جلا جلا کتنې او خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان سولې په برخه کې نوی خنډونه جوړ شوي.

دغه خنډونه، چې تر ډېره يې عاملین نړیوال دي، په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شپړم پړاو نا کامو خبرو وروسته څرګند شوي دی.

طالب سرچينو په رسمي توګه رسنيو ته ناسته هیله بخښونکې بللې وه، خو د نوم نه ښودلو په شرط يې بیا دا خبري ناکامي بللي وې او وېره يې ښودلې وه، چې ممکن د سولې وروسته د داعش وسله والې ډلې پر تقويي تمرکز وشي.

تر دې وړاندي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي وه، چې له طالبانو سره تر سولې وروسته هم د جنګ درېدو تضمین نه شي کولای.

The post عمر داودزی د سولې په یوه سفر هند ته رسېدلی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/عمر-داودزی-د-سولې-په-یوه-سفر-هند-ته-رسېد/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading