بازتاب نیوز

درواغ ويل او علت يي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

درواغ ويل يو ډير بد عادت دي چي يو انسان د کوچنيوالي څخه په عادت کيږي . د ځینو څيړنو له مخي د يو انسان شخصيت د ۷ يا ۸ کلونو په شاوخوا کي جوړيږي چي د همدغه کوچنيوالي څخه کيدای سي د ځينو بدو کړنو لکه درواغ ويلو سره عادت سي.

 =هغه ماشومان چي په کوچنيوالي کي دروغ وايي ذکي وي: د څيړنو له مخي هغه ماشومان چي په کوچنيوالي کي په مکرر ډول درواغ وايي ډير هوښياران وي. په همدي خاطر که چيري ستاسو ماشومان درواغ وايي نو بايد ددي عادت څخه يي راوګرځوئ.

 =درواغ ويل په جنسيت پوري اړه نه لري: زياتره په دي اند دي چي ميرمني نسبت تر نارينه وو زيات درواغ وايي خو په حقيقت کي دا فکر او تصور غلط دی ځکه هر انسان چي په هر ځاي او وخت کي وغواړي نو درواغ ويلای سي خو ددي هر څه سره بيا هم که تاسي دا درک کړي وي چي ميرمني زياتره درواغ  د کورنيو ستونزو د له منځه وړلو لپاره وايي.

د درواغو ويلو علت :

(National geographic) د درواغو ويلو دري لاملونه په ګوته کوي چي عبارت دي له:

۱- ځيني اشخاص ددي لپاره چي ځان غټ معرفي کړي نو په درواغو ويلو سره غواړي چي خپل بد عادتون او يا خپل خراب اقتصادی حالت ډير ښه وښيي.

۲- دوهم لامل د درواغو ويلو دادي چي ځيني افراد د خپلو ځانو د ساتني لپاره درواغ وايي.

۳- او دريم لامل د درواغو ويلو دادي چي خلګ ددي لپاره درواغ وايي تر څو نورو اشخاصو ته زيان او صدمه ورسوي .

ژباړه: عایشه عزیزي

The post درواغ ويل او علت يي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/درواغ-ويل-او-علت-يي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading