بازتاب نیوز

تادین خان : پاکستانیو ملېشو او طالبانو په شملزو کي حمله کړې

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د کندهار امنیه قوماندان وايي، چي یو شمېر پاکستانيو ملېشو د وسله والو طالبانو په مرسته پر افغان سرحدي پولیسو حمله کړې، خو دوی غاښ ماتونکی جواب ورکړی.

تورنجنرال تادین خان، چي د دریمي سرحدي لوا اپراتیفي چاري هم سمبالوي وايي، چي پرون سهار نهه بجې د دریمي سرحدي لوا سرتېري له یوه پلاوي سره د زابل په شلمزو ولسوالۍ کې پر صفري کرښه د پاکستاني ملېشو له خوا د اغزن سیم د غځولو د مخنیوي لپاره تللي وه، خو د پاکستاني ملېشو په غوښتنه د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې وختل.

دده په وینا، کله، چې افغان سرحدي سرتېري له وسله والو سره په جګړه بوخت شول، پاکستانيو ملېشو هم پر افغان ځواکونو حمله وکړه، خو مېړنیو سرتېرو سخت غاښ ماتونکی جواب ورکړ.

هغه زیاتوي، جګړې، تر شاوخوا دریو بجو دوام درلود، د جګړې پر مهال د پاکستان ملېشو تر ۶۰ زیات هاوانونه او توغندۍ د ملکي خلکو پر کورونو وویشتل او پر مهال يې دولس ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړل.

قوماندان وايي، د افغان سرتېرو په ځوابي ډزو کې څلور پاکستاني ملېشې او شپږ وسله وال ووژل شول او شاوخوا اووه نور ټپیان شول.

تورنجنرال تادین خان وايي، ددې ترڅنګ د پاکستاني ملېشو هغه موټر وویشتل شو، چې سیم خاردار يې پکې راوړي وو، د پاکستاني ملېشو دوه نظامي او یو د اوبو موټر هم د سرحدي ځواکونو لخوا په نښه او له منځه یوړل شو.

هغه زیاته کړه، چي حمله کي سرحدي سرتېرو ته هیڅ راز زیان نه دی رسېدلی او پاکستاني ملېشې يې د هغوئ له غلامانو سره تېښتې ته مجبور کړل.

وسله والو طالبانو بیا په اعلامیې کي ویلي، چي حمله یوازي دوی کړې او پر ډيورنډ کرښه نه، بلکي د ولسوالۍ پر ودانۍ يې کړې.

The post تادین خان : پاکستانیو ملېشو او طالبانو په شملزو کي حمله کړې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/تادین-خان-پاکستانیو-ملېشو-او-طالبانو-پ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading