بازتاب نیوز

د نصوح کیسه، هغه سړی چې د ښځینه و په حمام کې مزدور و

٢٦ غويی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

یو سړی چې کلونه کلونه یې ټول وګړي تېر ایستلي وو نصوح نومیده. دغه  وګړی ډېر شهوت خوښی سړي وو، په ښکاره یې له ځانه ښځه جوړه کړې وه نو په دې توګه یې د ښځینه په یوه حمام کې په کار ځان بوخت کړی و.

هېڅوک د نصوح په اصلیت نه پوهیدل، چې

ښځه دی او که نارینه، دې نصوح نومې له دې لارې هم پیسې ګټلې او هم یې خپله شهواني

غریزه پوره کوله.

نصوح څو ځلې خپل وجدان توبې ته اړ کړ،

نوموړي به توبه هم وکړه خو بیا به یې کړې توبه ماته کړه.

دغه نصوح نومی کس په دې ښځینه  حمام کې هم کیسه مال و او هم  او سلمان، د بیدارۍ او ښې صفاکارۍ آوازې یې تر

ټولو خلکو رسیدلې وې، ټولې ښځې او  نجونې

به ورتلې، د درباري  او اشرافي کورنیو ښځو،

نجونو او  نارینه وو هم غوښتل چې دغه نصوح

نومی یې کیسه مالي او دلاکي وکړي.

د نصوح د ښې کارکرده کۍ او سمې صفاکارۍ

آوازې د شاهي ماڼۍ تر قصرونو ور ورسیدلې، یوه ورځ د پاچا لور حمام ته ورغله او دی

یې په کیسه مالۍ او دلاکۍ بوخت شو، په دې ورځ د پاچا د لور ګرانبیه طلا په حمام کې

ورکه شوه.

د دې پیښې له کبله د پاچا لور ډېره

خواشینې شوه او امر یې وکړ چې د حمام ټول کارکونکي دې و پلټل شي تر څو ورکه شوې ګران

بیه طلا وموندله شي.

ټول ګارګران یې په یوبل پسې و پلټل په

دې وخت کې د نصوح وار را ورسیده چې باید وپلټل شي.

نصوح له دې امله چې په نارینه توب یې

خلک خبر نشي نو حاضر نشو چې څوک یې و پلټي، نوموړي د تیښتې هڅه کوله هر لور ته به

یې چې غوښتل و تښتي د نیول کیدو ګواښ ورته متوجه وو، هرې خوا ته به یې چې د تېښتې هڅه

وکړه، نه بریالی کیده، نو په دې توګه پر نصوح نومي د غلا شک لا ډېر شو، سپاهیانو د

ده د نیول کیدو لپاره هڅې لا زیاتې او ګړندۍ کړې.

نصوح فکر وکړ چې باید د حمام په اور

ځای او یا د ابو په کاسه کې ځان پټ کړي، د حمام اور ځای ته ننوت خو دغلته هم

سپاهیان پسې ورغلل، نو دی پوهه شو چې نور ونیول شو هیڅ ځای ورته پاتې نه دی چې ځان

پکې له سپاهیانو پټ کړي، نږدې و چې بربنډ ( رسوا) شي.

په دې وخت کې د هغه خدای ور په یاد

شو، نو یې په اخلاص توبه وکړه، په داسي حال کې چې بدن یې له ډاره ریږدیده، له سوې

او مات شوي زړه یې وویل:” خدایه! سره له دې چې څو ځلې مې توبه بیا بیا ماته کړې ده، خو دا ځل ته په

خپل ستار مقام سره زما  دا بد او کرغېړن عمل

یو ځل بیا پټ کړه. له دې وروسته به زه هیڅکله هم ګناه ونه کړم”. 

نصوح دا ځل د

زړه له تله واقعي توبه ایستې وه. نو په ناڅاپي توګه له بهره غږ وشو، هغه پرېږدئ!

نور د بیوزله نصوح د نیولو هڅه مه کوئ! طلا وموندله شوه.

په دې وخت کې ساتونکي د هغه له نیوله

څخه لا پر سر شول.

نصوح ستړی ستومانه، په شکر کښو شو، د

پاچا د لور له خدمت څخه رخصت او د کور په لور رهي شو.

ده د خدای مرسته ولیده نو په دې توګه

پر خپلې کړې توبې کلک پاتي شو او سملاسي یې له پخواني کار سره مخه ښه وکړه.

حمام ته د هغه د نه ورتګ څو ورځې نه

وې تېرې شوې چې د پاچا لور نصوح ښخینه حمام ته د کار بیا پیلولو لپاره ور وغوښت خو

نصوح ځواب ور ولېږه چې لاس یې عیبي شوي نوره دلاکي او کیسه مالي نشي کولای. نصوح

بیا وره نه غي.

هر څومره شتمني چې د ګناه له دې ناروا

لارې یې ګټلې وه هغه یې د خدای په لار کې بیوزله وګړو ته ور وویشله.

خو  دښار ښځې له نصوح څخه نه ګرځیدې هغه نور په دې

ښار کې نشوای اوسیدلی  او له بلې خوا ده

خپل راز هم  نورو ته نه شوای بربنډولای، له

ناچارۍ یې ښار پرېښود او له ښاره لرې په یوه غره کې میشت او هلته د خدای ج په

عبادت بوخت شو.

یوه شپه نصوح خوب ولید چې یو څوک ور

څخه پوښتنه کوي ورته وایي” اې نصوح تا څنګه توبه و ایستله سره له دې چې له سره تر

پښو په ناروا کې غټ شوی وې؟ ته باید داسي توبه وباسې چې د بدن

ټولې غوښې دې تویي شي”.

کله چې

نصوح له خوب را پاڅید نو یې له ځان سره

وویل،چې درنې درنې ډبرې باید له یوه ځایه بل ځای ته ولیږدوي تر څو یې د بدن حرامي

غوښي اوبه شي. نصوح د دې کار په تنظیم او ترتیب بوخت شو، یوه ورځ نصوح ګوري چې په

غره کې یوه میښه څري نو یې له ځانه و پوښتل چې دا میښه به د چا وي او له کومه ځایه

به راغلې وي؟ وروسته یې له ځان سره وویل: دا میښه حتما له کوم شپانه څخه ورکه شوې

او دغو ځای ته راغلې ده نو باید زه هغه وساتم تر څو یې خاوند پیدا شي.

دغسې یې وکړل میښه یې وساتله. میښه

لنګه شوه، نصوح د دغې میښې له شیدو څخه ځان تغذیه کاوه. یوه ورځ یوکاروان چې لاره

یې ورکه کړې وه له دغې سیمې تېرېده، کاروانیان له ډېرې تندې له مرګ سره مخ وو، کله

چې هغوی په نصوح سترګې ولګیدلې له هغه څخه یې اوبه وغوښتي، نصوح د اوبو پر ځای

شېدې ورته ورګړې کله چې ټول اوبه او ماره شول نو یې له نصوح څخه د ښار پوښته وکړه.

نصوح ښار ته غځیدلې نږدې لاره ور وښودله، هغوی هریوه د نصوح له دې احسان څخه مننه

وکړه او کاروان د ښار په لور روان شو.

د کاروان له رهي کیدو وروسته نصوح په

دې ځای کې د کلا په جوړولو او د یوې څاه په کېندلو پیل وکړ. ورو ورو یې دغلته نور

واړه واړه کورونه جوړول، د وخت په تېرېدو سره هلته یو وړو کی ښار ګوټي جوړ شو چې

له نورو سیمو خلک ورته راغلل او پکې استوګن شول.

د دې نوي جوړ شوي وړوکي ښار کوټي ټولو

اوسیدونکو نصوح ته د یوه مشر  په سترګه کتل

د وخت په تېروېدو سره د نصوح د ښه نیت

او غوره تدبیر آوازې د وخت پاچا ته، چې د هغې نجلۍ پلار وو چې نصوح د هغې د سرور

زرو د ورکیدو له امله توبه ایستې وه، ور ورسیدلې.

پاچا د دې خبرې له اوریدو سره وغوښتل

چې نصوح وویني نو یې امر وکړ چې نصوح دې د پاچا په بلنه دربار ته را و بلل شي.

کله چې نصوح ته د پاچا د بلنې پیغام

ور ورسیده نصوح انکار وکړ ویې ویل:” زه

د پاچا دربار  ته د تللو کومه اړتیا نه ګورم او نه کوم کار ورسره لرم “.

په دې توګه یې د پاچا بلنه و نه منله

کله چې مامورینو پاچا ته دغه خبر ور

ووړ نو پاچا هېښ شو او وې ویل اوس چې هغه ماته رانغي زه ورځم وینم یې.

پاچا له خپلو دربایانو سره د نصوح په

لور ور وخوځید، کله چې پاچا د نصوح محل ته ور وسیده نو عزرائیل ته امر وشو چې د

پاچا روح واخلي، په دې وخت کې پاچا ومړ، نصوح خبر شو چې پاچا یې لیدو ته راغلی و،

او مړ شو  نو یې د هغه د جنازې په مراسمو

کې ګډون وکړ تر څو چې خاور ته وسپارل، شو دا چې پاچا زوی نه درلود، د دولت لوړ

پوړو چارواکو داسې پرېکړه وکړه چې نصوح د پاچا پر ځای په تخت کښینوي.

په دې توګه نصوح د پاچاهۍ پر تخت

کښیناست، د عدالت لمن یې په ټول قلمرو کې پراخه کړه او بیا یې د پاچا له هغې لور

سره واده وکړ چې مخکې یې یادونه وشوه.

د واده او خوښۍ شپه یې چې راغله نو په

خپل دربار کې ناست و، ناڅاپه یو څوک ورته راغی او ورته یې وویل:” څوکاله

مخکې زما میښه ورکه شوې وه اوس مې هغه له تا سره وموندله زما میښه بېرته را واپس

کړه”.

نصوح ورته ویل سمه ده امر یي وکړ چې میښه یې ور کړئ.

هغه سړي ورته وویل دا چې تاسي زما

میښه راته ساتلې هر څه چې دې له هغې څخه ګټه اخیستې هغه درته بخښم خو څه چې اوس

درسره پاتي دي راسره نیمایي یې کړه.

نصوح وویل: سمه ده امر یې وکړ چې ټوله

شتمني یې ورسره نیمه کړي.

په دې وخت کې هغه کس ورته وویل: نصوح

پوهه شه، نه زه شپون یم او نه هغه مېښه ده بلکې مونږ دواړه پرښتې یو چې ستا د

ازمویښت لپاره استول شوې و. دا ټول ملک او نعمتونه ستا د رښتیا توبې اجر دی تاته

دې حلال او نیکمرغه شي.

او له سترګو پناه شوې.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20526

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading