بازتاب نیوز

په بلخ کې طالب قومندان ملا خادم ووژل شو

٢٦ غويی ١٣٩٨ آریانا نیوز

د بلخ ولایت امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې طالب قومندان ملا خادم وژل شوی دی.  

د شاهین ۲۰۴ قول اردو امنیتي چارواکي وایي، چې د بلخ ولسوالۍ په چاڼیزو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو قومندان ملا خادم ووژل شو او یو شمېر کلي هم له وسلوالو پاک شول.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په اړوند عملیاتو کې د طالبانو یو سرګروپ سرور نومی نیول شوی او د دوی یو موتر هم له منځه وړل شوی دی.

طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-ouo-201/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading