بازتاب نیوز

د روسيې ولسمشر له ټرمپ سره ليدنې ته چمتووالی ښودلی

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ويلاديميرپوتين ويلي دي، دی چمتو دی چې د جي شل سازمان د سرمشريزې په څنډه کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ليدنه وکړي.

هغه وايي، ټرمپ سره يې د ليدنې فرصت ترلاسه کړی دی.

جاپان  د لومړي ځل لپاره د جون په ۲۸ نيټه  د جي شل سازمان  د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه توب کوي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې  د روسیې او چین د ولسمشرانو سره د مخامخ لیدنې نیت لري.

The post د روسيې ولسمشر له ټرمپ سره ليدنې ته چمتووالی ښودلی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-روسيې-ولسمشر-له-ټرمپ-سره-ليدنې-ته-چمتو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading