بازتاب نیوز

پنجاب کې چاودنه شوې

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د پنجاب په صادق اباد سيمه کې پر يوه بانک چاودنه شوې چې شل کسان پکې ژوبل شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، په ياده چاودنه کې د بانک وداني ويجاړه شوې ده.

له چاودنې وروسته د ژغورنې ډلې سيمې ته رسېدلي دي او ټپيان نزدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې  د ترسره شوو څیړونو په ترڅ کې  تر اوسه پورې د چاودنې نوعیت  ندی معلوم شوی خو ګمان کیږي چې  د ګازو د سلنډر له امله  رامنځته شوي وي.

The post پنجاب کې چاودنه شوې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/پنجاب-کې-چاودنه-شوې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading