بازتاب نیوز

انټرنټ کې د ترهګرو ډلو اکاونټونه تړل کېږي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د نړۍ د ټکنالوژۍ سترو شرکتونو ګوګل، فيسبوک او يوټيوب په شريکه ژمنه کړې چې انټرنټ کې به د ترهګرو ټول اکاونټونه وتړي.

د فرانسې ولسمشر د يادو شبکو د مشرانو کوربه وو او دوی سره يې يو تړون هم لاسليک کړی.

دا ګام وروسته له هغه اخيستل کېږي چې د مارچ په مياشت کې په نيوزيلانډ کې پر دوو جوماتونو بريد وشو.

بريدګر خپله خولۍ کې کېمره اېښې وه او د بريد ژوندی حال يې پر ټولنيزو شبکو خپروو.

په ياد بريد کې ۵۱ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.

The post انټرنټ کې د ترهګرو ډلو اکاونټونه تړل کېږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/انټرنټ-کې-د-ترهګرو-ډلو-اکاونټونه-تړل-کې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading