بازتاب نیوز

د ولسي جرګې اداري پلاوي ټاکلو لپاره فوق‎العاده غونډه

٢٦ غويی ١٣٩٨ طلوع نیوز

ولسي جرګې نن(پنج‎شنبې د غويي په ۲۶مه نېټه) د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره فوق‎العاده ناسته ترسره کړه.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره عمر ناصر مجددي، کمال ناصر اصولي، میرویس یاسیني او میر رحمن رحماني ځانونه نوماند کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې غړي یادو څلورو  نوماندانو له ډلې یوه ته رایه ورکړي او که له دې ډلې یوه هم د رایو اکثریت خپل نه کړ، نو یو شمېر نور غړي به ځانونه نوماند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې ته د کابل او پکتیا بریالي شویو استازو تېره ورځ(چهارشنبې د غويي په ۲۵مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني په حضور کې لوړه وکړه.

ښاغلي غني په دې مراسمو کې یادو استازو ته د بریالي کېدو له کبله مبارکي وویله او همداراز یې د تلې ۲۸مه نېټه چې په کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، یوه تاریخي ورځ وبلله او په یاده ورځ کې یې د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې.

ښاغلي غني وویل چې د هېواد ملکي ادارې هم دا ثابته کړه چې په ټاکنو کې به لاسوهنه نه کوي.

ولسمشر غني دا چې د کابل او پکتیا د پارلماني ټاکنو رایې کابو له اوو میاشتو وروسته اعلان شوې، هغه یې یو ناورین وباله.

ودی وړاندې وايي د کابل او پکتیا د پایلو اعلان سره د افغانستان ولسي جرګه بشپړه شوه.

ولسمشر د کابل او پکتیا د خلکو له استازو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو اعتبار وګټي او همداراز خپلې طرحې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ده همداراز وویل چې د غزني ټاکنې به د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یوځای ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سې‎شنبې ماښام(دغويي په ۲۴مه نېټه) د کابل پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون لخوا د خپاره شوي نوملړ له مخې ۳۳ نوماندانو چې لوړې رایې درلودې، پارلمان ته رایه پیدا کړې ده.

د کابل پارلماني ټاکنې د تېر لمریز کال د تلې په ۲۸ او ۲۹مه نېټه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د درغلیو ادعا له مخې یې پایې کابو اوو میاشتې وځنډېدې.

د نوي خپاره شوي نوملړ له مخې لاندې کسانو پارلمان ته لاره پیدا کړې ده.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%AF-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%DA%AB%DB%90-%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%8A-%D9%BE%D9%84%D8%A7%D9%88%D9%8A-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%84%D9%88-%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D9%81%D9%88%D9%82%E2%80%8E%D8%A7%D9%84%D8%B9%D8%A7%D8%AF%D9%87-%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89%D9%87

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading