بازتاب نیوز

امنیتي ځواکونو د خرابکاریو پر تور د ۵ کسانو له نیولو خبر ورکړی

٢٦ غويی ١٣٩٨ آریانا نیوز

امنیتي ځواکونو په ډاګه کړې، چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د وېرې، ډار اچونې  او ورانکاریو پر تور ۵ کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړیو پولیسو د کابل ښار د اتمې حوزې له اړوند سیمو څخه د ورانکاریو پر تور څلور کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.

دغه راز څرګنده شوې، چې یو بل کس د وېرې او ډار د خپرولو پر تور د ننګرهار ولایت له اړوند سیمو نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل ښار کې د جنایتونو او ورانکاریو د مخنیوي لپاره له نوې تګلارې خبرورکړی و.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/%D8%A7%D9%85%D9%86%DB%8C%D8%AA-19/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading