بازتاب نیوز

کله زور *ه* پر اوږده *ې* بدلېږي؟

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هغو ښځینه نومونو ډېرګړي (جمع) لپاره چې په زور پیل شوي وي:

ښځه – ښځې

مڼه – مڼې

شېبه – شېبې

بېلګه – بېلګې

د هغو ښځینه نومونو ډېرګړي (جمع) لپاره چې په یو بېواک غږ پای ته رسېدلي وي:

ورځ – ورځې

بړستن – بړستنې

میاشت – میاشتې

لوېشت – لوېشتې

کله چې ‘د’ او سربلونه یا وستربلونه تر نوم مخکې/وروسته راشي:

– د مڼې اوبه ګټورې دي.

– هغې ښځې ته مې څه وویل.

– هغه له زرمینې سره کور ته لاړه.

– زه تر غرمې وروسته راځم.

په تېرمهال کې هم کړند (فاعل) پر ې بدلېږي که کړند یو په زور پایېدلی نوم وي:

– زرغونې غلي غلي وخندل.

– جمیلې وویل چې ډېره خوشاله ده.

کامران منګل

The post کله زور *ه* پر اوږده *ې* بدلېږي؟ appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/کله-زور-ه-پر-اوږده-ې-بدلېږي؟/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading