بازتاب نیوز

سني مسلمان سم که شيعه؟

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

عبدالنافع همت

————————

د ولسمشرۍ څو کانديدانو ولسمشر غني ته اخطار ورکړی چې د جوزا د مياشتي پر (۳۱) نېټه يې د واک موده پای ته رسېږي، بايد تر دې نېټې وروسته واک سرپرستې ادارې، ياني په موږ کي يوه ته وسپارې.

تر دې خبري پورې ما ته د يوه کندهاري هندو کيسه راياده سوه. وايي چې په کندهار کې څو ځوانان د مېلې لپاره د بابا صاحب مېلې ته تللي ول، په دې ډله کې سني، شيعه او هندوان ځوانان سره انډيوالان ول او ټوکې يې سره کولې.

يوه هندو غوښتل چې له مسلمانانو سره ټوکه وکړي، هغه و چې له خپلې ټولۍ څخه ولاړ سو او څو ګامه ليري د مېله والو يوې بلې ډلې ته ورغی او ورته ويې ويل: زما نوم (پريما) دی، زه هندو يم، خو اوس غواړم چي مسلمان سم، تاسي تر خپل منځ سره جوړ سئ چې زه سني سم که شيعه؟ تر څو چي تاسي په دې اړه يوه خوله نه سئ زه نه مسلمان کېږم.

تر ماځيګره پوري سني او شيعه ځوانانو تاوده بحثونه وکړل، لمر ولوېد، ماښام سو او مېله وال خپلو کورونو ته ولاړل، نه سنيان او شيعه ګان سره جوړ سول او نه هم هندو مسلمان سو.

ما ويل که زه خدای مه کړه اشرف غني وای، د ولسمشرۍ دغو معترضو کانديدانو ته مي ويل چي لومړۍ تاسي مشوره سره وکړئ چي په تاسي کي چا ته واک وسپارم؟

په دې ډول به په خبرو او مشورو کي د انتخاباتو نېټه رارسېدلې وای، خو کانديدان به سره جوړ سوي نه وای، ځکه موږ دوی پېژنو چي نه ملي ارمان او نه هم تر خپل منځ فکري مشترکات لري، بلکي يوازي د (بغض معاويه) پر اصل سره راغونډ سوي دي.

The post سني مسلمان سم که شيعه؟ appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/سني-مسلمان-سم-که-شيعه؟/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading