بازتاب نیوز

دولتي مردار هډي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

محمد يار يار

مقصد دا هم نه هېروو، نه سترګې پر پټوو چې دولت مو له ډېرو مردارهډو ډک دی.

 خو دا چې هغه په عامه اصطلاح، حالات ډېر هنګامي دي او همدغه مات ګوډ دولت مو د داخلي و خارجي دښمن په سترګو کې مات شوی اغزی دی نو د شرایطو په درک او د ملي مسؤلیت اداینې له مخې، د دولت و حکومت په بې امانه دفاع مجبور یو.

 مګر یاد وساتئ! چې هر کله مو د کورنیو جاسوسانو او بهرنیو توطیه ګرانو خطر لږ هم دفع کړ، بیا به نو پر خپلو دولتي مردارخورو مخ راګرځوو او د ملت زبېښلې وینې به په قی وهو؛ ولاکه یې راڅخه نوش کړې!

دا مو د وطن له مور سره همېشنۍ او نه ماتېدونکې وعده ده!

دا ځای، دا وخت او دا کرښې یې نښه!!!

The post دولتي مردار هډي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/دولتي-مردار-هډي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading