بازتاب نیوز

د مجاهدینو مور

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

راشد يوسفزی

وروستۍ برخه ،

ضیاءالحق به عموما پخپل ژوند کې مذهبي ښودل کیده او اوریدل کیده، خو له کور دننه ژوند سره یې اشنا او پرې خبر خلکو یې په منافقانه ژوند بسنده لیکل کړي دي.

آیا له امیرالمومنین سره د امریکایي ډمې کومه بله اړیکه هم وه؟ دا شک متقاعد تورن جنرال صاحبزاده یعقوب خان په دې کرښو کې واضح کړی دی پخپلو یادښتونو کې صاحبزاده صیب لیکي:

Over the year,Herring,s influence on Zia and his administration grew further,and president Zia became so enamoured with joanne that he would interrupt cabinet meetings to take her call.

کال په تېریدو سره پر ضیاءالحق او انتظامیه یې د جون هرنګ اغیزې ډیرې شوې ولسمشر ضیاءالحق په دې میرمن داسې مین شو چې که د کابینې مجلس پر مهال به یې هم زنګ ورته راغی، نو غونډه به یې پرېکوله.

ضیاءالحق به اکثره پخپلو پریکړو کې د مذهبي تعلیماتو په اړه د خپل ذهني ځواک منله د بل هیچا به یې نه منله، خو د جون هرنګ نظر او رای دلته هم خوندي وه صاحبزاده یعقوب خان لیکي:

She absolutely had his ear.It was terrible.

هغه د ضیاءالحق په ذهن بیخي خوره وه دا ویروونکی حالت و.

بالاخر امیرالمومنین د بهرنیو چارو وزارت په اصولو او ملکي قوانینو پښې کیښودې جون هرنګ یې په هوسټن کې د پاکستان په کونسلګرۍ کې افتخاري جنرال کونسله وټاکله صاحبزاده یعقوب خان لیکي:

President Zia neglected protocols and dismayed the foreign office when he appointed her his honorary Consul General.

د امریکې لوړو ادارو کې د مجاهدینو لپاره د مرستو راټولولو په پار جون هرنګ د پاکستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت په همکارۍ یو فلم هم جوړ کړ له بل خاوند د جون هرنګ زوی رابن کنګ یو عکاس و، امریکایي فلم جوړوونکی Charies Fawcetاو رابن کنګ پاکستان ته په رسیدو له مجاهدینو سره یې دا چاره ترسره کړه.

د پاکستاني اربابانو بست و کشاد له لارښوونو سره سم په افغان میرمنو تیزاب پاشونکی، افغان بچي پخپلو لاسونو وژلو وروسته ټوټه ـ ټوټه کوونکی ګلبدین حکمتیار یې په دې فلم کې د هیرو په شکل وړاندې کاوه، خو د جنګ لیکوال چارلي ولسن لیکي چې د مجاهدینو مور ضیاء انتظامیې ته وویل چې هغه په لویدیځه نړۍ کې ګلبدین حکمتیار د چيګویرا او هوچي په شکل کې وړاندې کول غواړي رابن کنګ او ماضي کې جوړ شوي فلم ته Courage is Our Weaponنوم ورکړی دی.

د پاکستاني حکومت د خدمتونو په اعتراف کې د نورو ډالیو او انعامونو ترڅنګ ضیالحق جون هرنګ ته د قایداعظم مډال هم ورکړ.

جون هرنګ پخپل کتاب کې د ضیاءالحق قصیدې زمزمه کوي

د ذوالفقار علي بهټو په دار خیژونې سره د ضیاءالحق خلاف د لویدیځې نړۍ غبرګون ناکامونه کې جون هرنګ پوره لاس درلود، لیکي:

Bhutto was tried by his own judges and convicted of murder. The koran serves as the unofficial constitution of pakistan.

It exacts eye for eye and a tooth for a tooth.

If you murder you must die. The only things Zia did was not to commute Bhutto,s sentence. In a country whose constitution demanded capital punishment for murder,Zia could not violate the law.

د ضیاءالحق له دا ډول وکالت نه به ځایي وکیل او د جماعت اسلامي سکالر ( متخصص) هم عاجزه شي.

۹/۱۱ وروسته د جون هرنګ القاعده په تشکیل،مجاهدینو او طالبانو سره اړیکې هم په امریکایي خبرونو کې تر پوښتنې لاندې راغلې،یوه مرکه کې یې ویل:

I didn’t make al Qaeda. I could not predict future.

ما القاعده نه ده جوړه کړې ما د راتلونکې وړاندوېینه نه شوای کوله.

البته پوښتنې پخپل ځای اوس هم شته.

د جون هرنګ څه وړتیا وه او د کړنو یې کومه د یادونې بیلګه؟ حسین حقاني لیکي:

She was known more for glamour than for political wisdom.

هغه د سیاسي شعور په پرتله په زر زري ترسترګو کیدو مشهوره وه او پیژندل کیده.

د امیرالمومنین دې محبوبې،مجاهدینو دې سپیڅلې مور او پاکستان په لوړو سفارتي دندو ټاکلې جون هرنګ له دغه هیواد سره څومره پیژندګلو درلوده؟ خپل ۲۰۱۱ لیک کې پاکستان یو عرب قوم Arab nation یادوي د کتاب پښتۍ هم د ګډا محفل د جهاد په ډګر کې چې وي!

The post د مجاهدینو مور appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-مجاهدینو-مور/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading