بازتاب نیوز

کندهار: د سيمې په کچه دوهم لوی بيرغ جوړيږي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د پنجشنبې په ورځ د ولايت مقام په تاريخي ودانۍ کي د کندهار د والي حيات الله حيات لخوا د هيواد او سيمي په کچه د دوهم لوړ بيرغ د جوړولو د بنسټ ډبره د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي کښېښول شوه.

په مراسمو کي کندهار والي حيات الله حيات وويل، دغه لوړ بيرغ تر ايران وروسته په دې سيمه او عربي هيوادونو کي دوهم لوړ بيرغ دی، چي د ۱۰۰ متره په ارتفاع د ۱ لک امريکايي ډالرو په لګښت د ولايتي ادارې په هڅو او ملي سوداګرو په همکارۍ جوړېږي.

هغه وايي، د ياد بيرغ چاري به د هيواد د خپلواکۍ تر ۱۰۰ کلېزي پوري پای ته ورسېږي.

ښاغلي حيات وويل، چي د دغه بيرغ د جوړېدو لپاره يې ځکه د ولايت مقام ودانۍ وټاکل، چي دا خپله يو تاريخي ارزښت لري او د راتلونکو کلونو په ترڅ کي به رسما د ولايت مقام ودانۍ له دې ځایه خپل نوی ځای ته انتقال کوي او دغه ځای به د تاريخي ابدې په توګه د سېلانيانو پر مخ پرانيزي.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال د کندهار والي او ملي تجارانو څخه مننه وکړه، چي کندهار ته ئې يوځلي بيا ځانګړی ارزښت ورکړ او د سيمي په کچه ئې د دوهم جګ بيرغ څخه برخمن کړ.

د کندهار سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهير وايي ملي سوداګر د وطن په جوړېدو کي ځانګړی رول او دا خپله وطني وجيبه بولي، چي په دغه ډول ملی موضوعاتو کي د دولت سره مرسته وکړي

. بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي په مرکز کابل کي د افغانستان په کچه د وزير اکبرخان پر تپه د هند هيواد په مالي مرسته د پنځه شپېته مېتره په ارتفاع لوړ بيرغ جوړ سوی دی.

The post کندهار: د سيمې په کچه دوهم لوی بيرغ جوړيږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/کندهار-د-سيمې-په-کچه-دوهم-لوی-بيرغ-جوړي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading