بازتاب نیوز

هلمند والي: له مالیې څخه د تیښتي لپاره هیڅ ډول پلمه د منلو وړ نده 

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

دغه څرګندوني د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د عوایدو لوړېدو په اړه يوه ځانګړې غونډه کي چې د عایداتي ادارو مسولينو هم ګډون درلود وکړې.

هلمند والي څرګنده کړه، چې هیڅوک تر قانون لوړ ندی او باید دولت ته په مالیه ورکولو کې هیڅ ډول ستونزي جوړي نه کړل شي، ترڅو د همدې مالیاتو د راټولو وروسته خلکو ته پرې عامه خدمات وړاندي شي.

ښاغلي ياسين وويل: ددولتي ادارو په شمول ټول شخصي شرکتونه ، ادارې او اشخاص چي د قانون له مخې د مالیې په ورکړه مکلف شوي باید پر خپل وخت هلمند مستوفیت ته ورشي او خپل حساب تصفیه کړي ، دمالیې څخه تېښته او پلمې جوړول د منلو وړ ندي.

په ټولیز ډول په دې غونډه کي د هلمند په مالیاتي سیستم ، ستونزو او حل لارو باندي د اړوند ادارو ترمنځ بحث ترسره شو او ګڼو ستونزو او مسایلو ته پکښې حل لاري ولټول شوې.

The post هلمند والي: له مالیې څخه د تیښتي لپاره هیڅ ډول پلمه د منلو وړ نده  appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هلمند-والي-له-مالیې-څخه-د-تیښتي-لپاره-ه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading