بازتاب نیوز

دا خو یو ته یې، چې وجود مې بېلوې، روان یې / بختيار تلاش

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

دا خو یو ته یې، چې وجود مې بېلوې، روان یې

خټې را اخلې، ما له سره جوړوې، روان یې

زه کتابونه له خپل ځانه تاوه وم، روان یم

ته کتابونه له سره اوره تاوه وې، روان يې

اخ! په شیشو باندې مې اوښکې څڅېدې، روان وم

اځ! چې مې اوښکې په لاسونو وچوې، روان یې

زه که ویده یمه، که یمه ستا په خوا کې بې هوش

دغه حالت ته په رنګونو رسموې، روان يي

ساده سړی یم، د سېګرټ له رنګه هم وېرېږم

ساده تلاشه! ته قیلون تازه کوې، روان یې

The post دا خو یو ته یې، چې وجود مې بېلوې، روان یې / بختيار تلاش appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/دا-خو-یو-ته-یې،-چې-وجود-مې-بېلوې،-روان-یې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading