بازتاب نیوز

ډاکټر عبدالله: له هغو فابريکو ملاتړ کوو چې پر کور دننه درمل توليدوي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د افغان حکومت اجرايه مشر وايي، د هغو فابريکو کلک ملاتړ کوي چې پر کور دننه درمل توليدوي، ترڅو په ځان بسيا شي.

افغانستان کې شاوخوا ۹۳ سلنه درمل له نورو هېوادونو ورادوي.

د درمل توليدونکو د کورنيو د فابريکو مشران وايي، خلکو ته د داخلي درملو د کيفيت ډاډ ورکوو.

دوی وايي، له نورو هېوادونو درمليز مواد واردوي او بيا ترې با کيفيته درملو جوړولو کې ګټه اخلي.

د دوی له ډلې يې ځينو رسنيو ته ويلي:

«زموږ تولیدات او ماشینري هر څه معیاري دي یعنې موږ سل سلنه خلکو ته د خپلو تولید شویو درملو په اړه ډاډ ورکوو»

بل پلو اجرايه مشر ډاکټر عبدالله وايي، د روغتيا په برخه کې اوسنی پرمختګ کافي نه دی او بايد لا ډېر کار وشي.

هغه وايي، د بې کيفيته درملو د واردولو پر ځای بايد د کورنيو توليدي فابريکو ملاتړ وشي.

هغه وايي:

“د بېروکراسۍ ستونزه له بده‌مرغه د اداري فساد شتون، په قوانینو کې بې نظمي هغه څه دي چې تردې دمه دغه ټولې ستونزې نه دي حل شوي، دغه موارد یوه ځانګړې فضا ده چې له امله یې باید روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي، زما ژمنه له تاسو او تولیدونکو شرکتونو سره دا ده چې د درملو د ښه کیفیت په برخه کې به تاسو سره همکار یو.”

افغانستان داسې هېواد دی چې ډېری بې کيفيته درمل ورته راوړل کېږي. که څه هم د عامې روغتيا وزارت چارواکي په دې اړه خلکو ته ډاډ ورکوي خو لا هم په ډېری ولايتونو کې د ټيټ کيفيت درملو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د عامې روغتيا وزارت مسؤلين وايي، پر کور دننه اوس ۱۵ قلمه درمل توليديږي چې اووه سلنه اړتيا يې پوره کړې ده.

د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز وايي، د درملو په برخه کې ستونزې شته، خو دوی خصوصي سکتور ته زمينه سازي کړې ده، ترڅو ياده برخه کې پرمختګ وکړي.

هغه رسنيو ته ويلي:

«سره له دې چې د درملو د صنعت او تولید په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي، خو د دغو ستونزو سربېره بیا هم خصوصي سکټور، د درملو د تولید ټولنې د روغتیا وزارت په همکارۍ وکړای شول چې د وروستیو درې کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۶۰ فابریکو ته یې زمینه برابره کړې چې له ۴۰ اضافه یې فعالې دي او زموږ ۱۵ قلمو درملو اړتیا پوره کوي»

لا هم وخت شته چې روغتيايي برخه کې د ستونزو کچه راټيټه شي، په ډېری سيمو کې له يوې خوا روغتيايي مرکزونه نشته، بل پلو د ټيټ کيفيت درمل کارول هغه څه دي چې د افغانانو ژوند ګواښي.

The post ډاکټر عبدالله: له هغو فابريکو ملاتړ کوو چې پر کور دننه درمل توليدوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ډاکټر-عبدالله-له-هغو-فابريکو-ملاتړ-کوو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading