بازتاب نیوز

د جګړې اغېز؛ هرو لسو ماشومانو کې اته د جګړو قرباني شوي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

افغان ماشومان، چې د نورو ستونزو او کړاوونو ترڅنګ د جګړې قربانيان هم دي، يوې څېړنې ښودلې چې تېرو دوو کلونو کې هرو لسو قرباني شويو ماشومانو کې يې اته د جګړو له امله زيانمن شوي دي.

د الله محمد په نوم يو ماشوم چې اوس مهال کابل کې تر درملنې لاندې دی وايي، پنځه کاله وړاندې يې د ماين چاودنه کې يوه پښه پرې شوه.

هغه وايي، له رواني پلوه يې هم صدمه پيدا کړې.

هغه رسنيو ته ويلي، يوه غره کې پرې چاودنه وشوه او بيا له ځانه خبر نه شو.

دغه ماشوم وايي:

« کله چې په هوښ راغلم له پښې مې وینې تللې او د پښې هوډکی مې سپین ښکارېده، خلک راغلل او زه یې روغتون ته یوړوم، هغه مهال مې فکر کاوه چې نور نه ښه کېږم خو اوس هیله مند یم چې مصنوعي پښه لرم او په راتلونکي کې به له ما یو څه جوړشي»

د ماشومانو د ملاتړ مالي صندوق يوې تازه څېړنه کې ويلي دي، چې د افغانستان ډېری ماشومانو د جګړې قرباني دي.

د ياد سازمان په څېړنه کې راغلي، ډېری ماشومانو ځانمرګو بريدونو، د ماين چاودنو او مخامخ نښتو کې قرباني کېږي.

په‌دغه څېړنه کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې د هرو لس ماشومانو نه اته یې د جګړې، انتحاري حملو او چاودنو له امله په یو ډول فزیکي او روحي زیانمن شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې ويلي دي، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ د افغان ماشومانو لپاره تر ټولو خونړي کلونه وو.

يادې ادارې د مالوماتو له مخې:

« په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له ۳۱۰۰ زیات افغان ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي، دغه شمېر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نږدې څلور زرو ته رسېدلي.»

افغانستان کې د يادې ادارې ويانده مريم عطايي وايي، يو تازه کمپاين يې پيل کړی دی، ترڅو جګړه کې د ماشومانو پر وړاندې ستونزې جوړې نه شي.

هغې رسنيو ته ويلي، ياد کمپاين يې بېلابېلې موخې لري:

«لومړی د جګړې په جریان کې د ماشومانو د ساتنې د پالیسۍ پلي کېدل.دوېیم ماشومان له خپلو حقونو خبرول.درېيم د ښوونځيو د خونديتوب لپاره هڅې کول.او څلورم له ماشومانو د ملاتړ د قانون پلي کول دي چې یوه میاشت وړاندې تصویب شو او اجرائیوي بڼه خپلوي.”

افغانستان هغه هېواد دی چې ماشومان پکې تر نورو افغانانو ډېره قرباني ويني.

The post د جګړې اغېز؛ هرو لسو ماشومانو کې اته د جګړو قرباني شوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-جګړې-اغېز؛-هرو-لسو-ماشومانو-کې-اته-د-ج/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading