بازتاب نیوز

ډاکټر محب: د سولې بهیر کې به د سیمې هېوادونو اندېښنو ته پام وشي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب نن په کابل کې د روسیې له استوګن سفیر ښاغلي الیکساندر مانتیتسکی سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

دواړو لوریو د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو تر منځ جوړېدونکې غونډې په اړه نظرونه شریک کړل.

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر محب وویل: د سولې بهیر اړوند به په سیمه کې اجماع رامنځته شي او د ټولو هیوادونو ممکنه اندېښنې به په نظر کې ونیول شي. هغه څرګنده کړه چې د اندېښنو د رفع کولو لپاره به نړیوالې ټولنې ته وړاندیزونه وکړي.

سفیر مانتیتسکی همدا راز د افغانستان او روسیې د ډيپلوماټیکو اړیکو له سل کلنۍ خوښي څرګنده کړه او د سولې پروسې لپاره د منطقوي اجماع له جوړیدو یې ملاتړ څرګند کړ.

The post ډاکټر محب: د سولې بهیر کې به د سیمې هېوادونو اندېښنو ته پام وشي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ډاکټر-محب-د-سولې-بهیر-کې-به-د-سیمې-هېواد/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading