بازتاب نیوز

د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته څه اړتیاده؟

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

د افغانستان په حکومت کې داسې اداری، وزارتونه او سازمانونه شته، چې تراوسه څوک په دقیق ډول نه پوهېږی چې دنده یې څه ده، یو له دغو وزارتونو څخه، د قومونو او قبایلو چارو وزارت دی. مالومه نه ده چې دغه وزارت ته په کوم دلیل د افغانستان د حکومت په تشکیلاتو کې ځای ورکړل شوی دی؟ پخوا به کله چې له پاکستان سره د پولې بحث د اختلاف وړو، دغه وزارت د پاکستان په ۷ قبایلی ایجنسیو کې له پښتنو قبایلو سره کار کاوهاو له پولې‌ هاخوا پښتنو لپاره یې امکانات برابرول، چې د پاکستان دولت پرضد پاڅون وکړی. د افغانستان د پخوانیو دولتونو د ډېری سیاستوالو او لوړپوړو چارواکو په شهادت سره دغه سیاست ناکامه شو او ټولې هغه منابع چې خیبر ایجنسۍ، اورکزی ایجنسۍ، مومند ایجنسۍ، شمالی وزیرستان، سویلی وزیرستان او باجوړ ایجنسۍ ته ځانګړې شوې وې، له خاورو سره خاورې شوې.

د ملی امنیت پخوانی رییس امرالله صالح چې ۸صبح ورځپاڼې ته د افغانستان د استخباراتو تاریخی تحلیل لیکی، یو ځل یې لیکلی وو، له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان واکمنانو هیله درلوده، چې په ۷ایجنسیو کې مېشت پښتانه د پاکستان دولت پر ضد بغاوت وکړی. ښاغلی صالح لیکلی، دا هیله هېڅ کله هم پوره نه شوه. د امرالله صالح په لیکنو کې راغلی، د پاکستان پښتانه سیاستوال چې له اسلام‌ اباد څخه ناراضه وواو د ډاکتر نجیب‌الله حکومت هغوی ته پناه ورکړې وه، د هغه د حکومت په وروستیو ورځو کې یې په کابل کې د پاکستان سفارت ته مراجعه وکړه او پاکستانی پاسپورټ یې واخیست. د ښاغلی صالح په لیکنه، افراسیاب خټک هم یو له هغو کسانو څخه وو.

د خلق ډموکراټیک ګوند حکومت پرمهال، کابل لسګونه پاکستانی پښتانه ځوانان د افغانانو په نوم شوروی اتحاد ته د زده‌کړو لپاره استولی وو. دغو زده‌کړیالانو هم د ډاکتر نجیب‌الله حکومت په وروستیو میاشتو کې په مسکو کې د پاکستان سفارت ته مراجعه وکړه او پاکستانی پاسپورټونه او ددغه هېواد دتابعیت سندونه یې ترلاسه کړل. دغه داستان په پخوا پورې تړاو لری. دامهال افغانستان رسما پر پاکستان د ځمکې ادعا نه لری. سره له دې چې حکومتی چارواکی ډیورنډ کرښې ته له رسمی نوم ورکولو ډډه کوی، خو چا پر پاکستان د ځمکې ادعا نه ده کړې. هېڅ کوم پاکستانی پښتون سیاستوال هم، له افغانستان سره د الحاق ادعا نه لری. د پاکستان نوموتی پښتانه سیاستوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره کابل ته راغلی دی او ټول ځانونه پاکستانیان بولی. د افضل خان لالا زوی سلیم خان د هغو مراسمو په ترڅ کې چې په کابل کې د هغه د پلار مړینې په مناسبت ترسره شوی وو، رسنیو ته وویل: «له دې وړاندې زموږ لومړی وزیر، زموږ د پوځ مشر کابل ته سفر کړی دی او موږ غواړو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بیرته ښې شی.» د افغانستان برحاله ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غنی هم یو ځل ویلی وو، چې ډیورنډ د نولسمې پېړۍ مسله ده او د یویشتمې پېړۍ حل‌لارې ته اړتیا لری.

د ولسمشر غنی موخه دا وه، چې افغانستان او پاکستان باید خپلو اقتصادی، سیاسی او فرهنګی اړیکو ته داسې پراختیا ورکړی، چې د دواړو هېوادونو خلک د اروپایی هېوادونو وګړو په شان، په سوداګریزو سفرونو، تفریحی او فرهنګی سفرونو کې یو د بل هېوادونو ته په تګ راتګ کې ویزې او حقوقی اسنادو ته اړتیا ونه لری او په ورته حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د – دی فکتو په توګه- د پولې کرښه وی، چې د دواړو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او خاوره مشخصه ووسی. کله چې ولسمشر داسې نظر لری او افغانستان رسما د ځمکې ادعا نه کوی، کولی شو حکم وکړو چې د قومونو او قبایلو چارو وزارت خپله تاریخی مخینه او وجودی فلسفه له لاسه ورکړې ده. ښکاره ده چې دولتونه په پټه د نورو هېوادونو په ټولنو اودولتی سازمانونو کې د نفوذ کولو په لټه کې دی، خو ټولو ته مالومه ده چې دغه دنده اطلاعاتی او استخباراتی سازمانونو ته ورله غاړې ده.

موږ د ملی امنیت سازمان لرو او دغه سازمان هم خپلو دندو ته په ښه توګه رسېدلی شی، کومه ستراتیژیکه اړتیا اېجابوی چې د قومونو او قبایلو چارو وزارت دې د یوه موازی سازمان په توګه پاتې وی؟ د قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه چارواکی لیکلی، دغه وزارت په کابل کې څو لېسې لری او په کې د محرومو سیمو ځوانان درس لولی. د زده‌کړې ورکولو، درس لوستلو او سواد ترلاسه کولو له پاره د پوهنې وزارت په نوم ستر وزارت د حکومت په تشکیلاتو کې فعالیت لری. اصولآ د پوهنې وزارت باید د کابل او نورو ښارونو په جګړه‌ځپلو سیمو کې د نجونو او هلکانو له پاره د زده‌کړې فرصت برابر کړی. ولې یو بل وزارت لېسې ولری.؟

د محرومو او غیرمحرومو سیمو ځوانانو ته د تحصیلی بورسونو وېشل هم د لوړو زده‌کړو وزارت دنده ده. دغه وزارت دنده لری، چې په بورسونو او لوړو زده‌کړو پورې اړوندې چارې تنظیم کړی. کله چې داسې ده نو ولې د قومونو او قبایلو چارو وزارت د محرومو سیمو لپاره بورسونه وویشی؟ کومې قانونی لایحې د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته د بورسونو وېشلو دنده ورکړې ده؟ ولې د لوړو زده‌کړو وزارت په څنګ کې د موازی بنسټ په توګه د قومونو او قبایلو چارو په نوم وزارت وی؟

د هېواد د پولو مدیریت او د امنیت ټینګښت هم د امنیتی ځواکونو دنده ده. موږ د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې سرحدی پولیس لرو. سرحدی سیمې هم د هېواد نورو ولایتونو په څېر، په اداری واحدونو کې تنظیم شوی او د سیمه‌ییزو ارګاونو اداره، په دغو اداری واحدونو پورې اړوندې چارې تنظیموی. د سیمه‌ییزو ارګانونو، د کورنیو چارو وزارت، د ملی امنیت ریاست، د پوهنې وزارت او د لوړو زده‌کړو وزارت په موجودیت کې د حکومت په تشکیلاتو کې د قومونو او قبایلو په نوم وزارت ته څه اړتیا لیدل کیږی؟ ایا د حکومت په چوکاټ کې ددغه وزارت شتون د منابعو او امکاناتو د بې‌ځایه مصرفولو په مانا نه دی؟ ایا ددغه وزارت شتون تشکیلاتی تورم نه دی رامنځ ته کړی؟ کومه منطقی، امنیتی، روزنیزه، تحصیلی او ستراتیژیکه اړتیا د حکومت په تشکیلاتو کې د قومونو او قبایلو په نوم د وزارت شتون اېجابوی؟

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/ministry-of-tribals-af-pakistan/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading