بازتاب نیوز

د یوې دوسیې دوه مخه

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

د یکشنبې په ورځ د بادام باغ ښځینه زندان مخې ته ډیرې میرمنې را ټولې شوې او ټولو هڅه کوله د خپلې خوښې بندی وګوری.

دهلیزونو کې چوپتیا نه وه ډیرې میرمنې پکې ښکاریدې، شورماشور بیخی ډیر و او د خلکو غوږونه یې ځورول.

یوې میرمنې چې لوډسپیکر ورسره و غږ به یې کاوه ته راځه، هغه خوشاله شوه چې خپل بندی و وینی.

دلته مې یوه شل کلنه میرمن تر سترګو شوه چې ډیرې ښکلې پنجابی جامې یې اغوستې وې لوړ قد، برابر اندام، تورې سترګې، اوږده ویښتان یې وو او براق بوټان یې په پښو وو.

دې چې له لارې یې راکتل زه په سختۍ بندی خانې ته د ننه شوې وم را پسې شوه.

لا به په څوکۍ نه ووم ناسته چې ور خلاص شو را نږدې شوه، کراره مې خواته کیناسته او ځان یې د خوست اوسیدونکې امنه معرفی کړ.

دا مرموزه میرمن ښکاریده، کله چې مې خبرې ورسره پیل شوې تسلسل پکې نه وو، هیڅوک یې په خبره سم نه پوهیدل ان تر دې چې ګډوډې خبرې کولې.

په پای کې یې یو کس د بندی کیدو کیسه داسې پیل کړه:

« دوه کاله او اوو میاشتې مې د واده کیدل نوې واده شوې وم خاوند مې مړ شو، زه یې په تور شل کاله بندی شوم، هغه شپه د شپې نهه بجې وې زه تشناب ته تللې وم چې د خواب جامې مې واغوندم یو دم مې شورماشور تر غږ شو ومې لیدل چې دوه کسان یو بل سره جنګ کوی ومې لیدل چې خاوند مې له خپل ورور سره نښتی دی او سخت یو بل وهی، لږ شیبه به نه وه تیره شوې چې خاوند مې پر ځمکه ولوید او نوریې حرکت نه شوی کولی. ټولو هغه شپه هڅه کوله چې دا خبره پټه شی. ځکه خواښې مې ویل چې یو زوی یې مړ شو نه غواړی بل یې بندی شی. زه یې تر دوعا وروسته د پلار کره ولیږلم نه پوهیږم څه وشول چې زه ونیول شوم او خبره شوم چې ویل یې لیور مې هم بندی دی. دوی دوسیه داسې جوړه کړې وه چې ما مې له لیوره سره پټې اړیکې درلودې او هغه ته د رسیدو په خاطر مې په ګډه ورسره خپل خاوند وژلی دی. دوی ځکه دا خبره کوله چې لیوره مې تر کوژدې مخکې خور او مور ته ویلی و چې له امنې سره مینه لرم. دوی چې کله راغلل چې ما وغواړی زه ده ته نه بلکې. ورور ته یی ورکول شوم. رښتیا خبره داده چې زما مې له لیوره سره اړیکه نه وه بد مې ترې راتلل او ځکه مې له بل ورور سره ګد ژوند ته زړه هم ښه کړ. خاوند مې ترور زی هم و ډیر را باندې ګران و ځکه ښه سړی و.»

دې چې اوس هم له شنه ټیکری سره لوبې کولې وویل:« هغه شپه دې سړی مې خاوند په زیاتی سره و واژه او په هاونګ یې پر سر وهلی و، بیا یې زه اړه کړم چې غلې شم، تر دې مخکې یې هم ورسره څو ځله شخړه کړې وه. ان تر کوژدې مخکې. زه چې هیڅ ډول ګرمه نه وم د خاوند تره مې زندان ته راغی او د کیسې په اړه یې رانه مالومات وکړل. ده تر دې لږ وروسته راته دوه پاڼې راوړې او راته ویې ویل چې څه دې ویلی پکې لیکل شوی او لاسلیک یې کړه. په لومړۍ محکمه کې د اعدام او په دریمه کې راته د شل کاله زندان سزا راکول شوه. زه چې په اتم ټولګی کې وم پوره سواد مې نه لاره پوه نه شوم چې څه یې لیکلی دی خو لاسلیک مې کړل او ګوتې مې هم پکې ولګولې. لیور مې هم په بګرام کې دی او درې محکمو ورته د اعدام سزا ورکړې.»

دا وایی که خوشې شی د پلار کره به ژوند وکړی خو هیڅ سهوه یې نه ده کړې.

دا د زندان ترخې کیسې کوی:« ژوند دلته راته ډیر سخت او له کړاوونو ډک و، یو دا چې خاوند مې په مخ کې و وژل شو او زه یوازې شوم بل دا چې د اعدام سزا راکول شوه او په یوه شیبه کې مې هیلې په سیند لاهو شوې. هیڅکله به مې د زندان لومړۍ ورځ هیره نه شی. دلته راته هرڅه پردی وو. په اول کې هرڅه راته نوی وو خو وروسته عادت شوم او داسې فکر مې کاوه لکه دلته چې زیږیدلې یم.»

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/badam-baq-jail-af/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading