بازتاب نیوز

د بامیانو د تقاعد شویو ښوونکو ۹۰ میلیون افغانۍ خوړل شوی

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

د ۸صبح ورځپاڼې څېړنې ښی، چې د بامیانو ولایت د بېلا بېلو ښوونځیو یو شمېر تقاعد شویو ښوونکو ۹۰ میلیون افغانۍ، ددغه ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر مسوولینو ګړوت کړې دی.

د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښیی، د بامیانو د پوهنې په ریاست کې د مالی فساد په ډېرو مواردو کې، د قراردادی او اجیر ښوونکو تقاعد معاش، ورځنی لګښتونه او د ښوونځیو د مدیرانو او اداری کارکونکو حق‌الزحمه شاملیږی.بامیانو د استېناف څارنوالۍ ریاست په پته د لویې څارنوالۍ د اداری فساد له جرامونو سره د مبارزې ریاست په ۸۶۱/۵۴۶ګڼه مکتوب کې نېټه ۱۳۹۴/۲/۳۰، ویل شوی، د بامیانو پوهنې ریاست په استازیتوب دوو کارکونکو ۴۰۰ زره افغانۍ بډې اخیستې دی.ددغه مکتوب په یوه برخه کې راغلی دی: «معلم نذیز او مولوی بهاوالدین چې د بامیانو پوهنې ریاست د یو شمېر متقاعد قراردادی اجیرانو او کارکونکو معاشونو اجرا لپاره معرفی شوی وو، له جعلی تذکرو او تذویری اسنادو څخه په ګټې اخیستو تراوسه پورې له بانک څخه ۴۰۰ زره افغانۍ اېستلی دی.»د ترلاسه شویو اسنادو پر اساس، د بامیانو د پوهنې ریاست ددغه ولایت د ښوونځیو اجیر او قراردادی ښوونکو شمېر په اړه چې له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې تقاعد شوی دی، عدلی ارګانونو ته بېلا بېل راپورونه استولی دی.

 

د متقاعدانو په اړه ضداونقیضې شمېرې

په همدې حال کې د ۸صبح ورځپاڼې څېړنې ښیی، چې د بامیانو پوهنې ریاست په لومړی ګام کې د متقاعد ښوونکو شمېر ۷۰۷، په دویم راپور کې ۵۷۳ او په خپل درېیم راپور کې شاوخوا ۹۰۰کسان یاد کړی دی.دا چې څه شمېر قراردادی ښوونکی په کومه نېټه د بامیانو ولایت په کومو ښوونځیو کې ګومارل شوی او په کومه نېټه تقاعد شوی دی، جزیات یې نه دیمالوم.

خو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښیی چې د بامیانو پوهنې ریاست یو شمېر مسوولینو د دولت پیسو وهلو په موخه، ددغه ولایت د پوهنې ریاست هغو قراردادیانو او اجیرانو شمېر چې ۳ کاله، ۷ کاله، او ۵ کاله کاری مخینه لری، تقاعد ریاست ته یې د کار موده اته کاله ذکر کړې ده. د پوهنې ریاست د یو شمېر قراردادیانو اسناد چې د بامیانو استیناف څارنوالۍ څېړلی، ښیی، د تېرو څو کلونو په ترڅ کې یوازې له یکاولنګ، سیغان او کهمرد ولسوالیو څخه د ۲۸۰ تقاعد شویو قراردادیانو او اجیرانو له ډلې ۱۲۳کسنو یې خپلې تنخواګانې نه دی اخیستی او د هغوی د معاشونو ترلاسه کولو راپور هم نه شته.له دې سره، د پوهنې وزارت د اسنادو او ارتباط مدیر او ددغه وزارت د تفتیش ریاست د بامیانو ولایت مقام په پته د مکتوب په استولو سره، د بامیانو د پوهنې رییس محمدرضا ادا په مالی او اداری فساد تورن کړی دی.

څارنوالۍ ته د پوهنې رییسمعرفی کول

محمدرضا ادا، له دې وړاندې د ډایکنډی ولایت د پوهنې ریاست په توګه هم دنده ترسره کړې ده. ښاغلی ادا د دایکنډی پوهنې ریاست پرمهال هم په مالی فساد تورن شوی و.د بامیانو ولایت مقام په پته د پوهنې وزارت د اسنادو او ارتباط مدیریت په ۵۲۳۶ شمېرې مکتوب کې نېټه ۸۷/۱۰/۲۲، راغلی محمدرضا ادا چې د دایکنډی د پوهنې رییسوو، د دغه ولایت د پوهنې ریاست له پاره یې د ۱۳۷۵ پایې مېز او څوکیو اخیستو له لارې، ۲.۲ میلیون افغانۍ وهلی دی.

په دغه مکتوب کې راغلی چې ښاغلی ادا د څېړنو په موخه څارنوالۍ ته معرفی شوی، خو د نه حاضرېدو له امله، څارنوالۍ تراوسه پورې له هغه څخه څېړنې نه دی کړی.

همدارنګه، د پوهنې وزارت د کورنی تفتیش ریاست ۸۲/۹ شمېرې مکتوب نېټه ۱۳۹۲/۱/۱۳ پر اساس، د بامیانو پوهنې ریاست د ۱۳۹۱ کال د لړم له ۲۴ څخه د لیندۍ تر۶ نېټې پورې د ښوونکو لپاره د ساینسی مضامینو دولس ورځنی ورکشاپ ترسره کولو په ترڅ کې په نه رڼښت تورن شوی دی.

 

لور ته د پلار ډالۍ

له دې ټولو سربیره، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښیی، چې رضا ادا له خپلو صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستې، خپله لور ساغریې د بامیانو ولایت د زده‌کونکو له سهمیې د بامیانو زده‌کونکې په نوم له هېواد څخه بهر د زده‌کړو له پاره استولې ده. سندونه ښیی چې ساغر له شرین هزاره ښوونځی (د بامیانو یو ښوونځی) څخه فارغ شوې ده.

په داسې حال کې چې ښاغلی ادا تاییدوی چې لور یې د کابل له اصف مایل لېسې څخه فارغ شوې، خو بیا یېهم هغه د شرین هزاره لېسې زده‌کونکې له پتې څخه بهر ته لېږلې ده.محمدرضا ادا د خپلې لور په اړه وویل: «ساغر د کابل په اصف مایل لېسې کې زده کړې کړی، خو د کال له منځنۍ ازموینې وروسته بامیانو ته راغلې او کله چې له دې ځایه فارغشوه د ازادې سیالۍ او ازموینې له لارې د هند بورس ته بریالۍ شوې ده.»

د بامیانو د پوهنې ریاست یو شمېر مسوولین تاییدوی چې محمد رضا ادا په اداری او مالی فساد ککړ دی.

د بامیانو د پوهنې ریاست مالی مدیر اکب لګزی ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «ددې له پاره چې زه نه پرېږدم د بامیانو په پوهنې ریاست کې فساد پراخ شی، څه مودې وړاندې د پوهنې ریاست او د بامیانو د شیبر ولسوالۍ د پوهنې امر پلویانو د پوهنې ریاست ودانۍ مخ ته وډبول شوم.»

 

د بامیانو د پوهنې رکود

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی، چې د بامیانو د یو شمېر ښوونځیو مدیران وایی، په تېرو څو کلونو کې د زده‌کونکو وضعیت او په پوهنې ریاست کې مالی فساد ته د نه رسېدو له امله، ددغه ولایت پوهنې ریاست له رکود سره مخ شوی دی.د بامیانو مرکز د هلکانو لېسې مدیر اسدالله امانی وایی، په لومړیو کلونو کې د بامیانو پوهنې ریاست پرمختګ صعودی بڼه درلوده، خو د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې دغه ریاست په نزولی لاره روان دی.

ښاغلی امانی وویل: «لامل یې په پوهنې ریاست کې د مالی فساد پراختیا ده. د بامیانو د اکثریت ښوونځیو مدیران پوهېږی چې په ریاست کې څه روان دی. د بامیانو د مرکز د هلکانو لېسه په ۴۵۰۰ زده‌کونکو او ۱۱۰ ښوونکو سره، یو مامور هم نه لری او له درې کلونو راهیسې، دې لېسې ته محروقات نه دی ورکړل شوی.»

د بامیانو ولایتی شورا غړی مولوی یوسف مظهری وایی، د فاسدو مسوولینو شتون له امله ددغه ولایت د پوهنې ریاست له رکود سره مخ شوی دی.

ښاغلی مطهری وویل: « د بامیانو پوهنې ریاست له رکود سره مخ دی، د بامیانو په پوهنې ریاست کې اداری فساد د ښوونځی له ادارې څخه پیل تر وزارت پورې رسیږی. یو کس یو کال خدمت کړی، د ښوونځی ادارې رشوت اخیستی هغه ته یې درې یا څلور کاله تصدیق ورکړی دی. همدا ډول د فساد ریښه د پوهنې ریاست له مدیریتونو څخه نیولې، تر ریاست، د ولایت مقام او د تقاعد تر ریاست پورې رسیږی.»

د ولسی جرګې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او فرهنګی کمیسیون غړې حمیرا ایوبی، چې د یوه پارلمانی پلاوی په په مشرۍ بامیانو ته تللې وه، ددغه ولایت په پوهنې ریاست کې فساد تاییدوی. هغې ۸صبح ته وویل، د بامیانو د پوهنې ریاست په سازمان شوی او مافیایی فساد کې لاس لری. همدارنګه د بامیانو د بېلا بېلو ښوونځیو یو شمېر ښوونکو تېره میاشت د لاریون په کولو سره، ددغه ولایت د پوهنې رییس محمد رضا ادا د محاکمې غوښتنه وکړه. معترضانو ویل ۷ میاشتې یې حق‌الزحمه معاشونه او څلور میاشتې یې رسمی معاشونه د بامیانو پوهنې ریاست یو شمېر مسوولینو خوړلی دی.

د بامیانو والی محمدطاهر زهیر ویلی وو، ددغه ولایت د پوهنې رییس رضا ادا یو فاسد، ظالم او غل سړی دی.

 

د دندې له ځنډېدو څخه تر ممنوع‌الخروج پورې

بلخوا، د بامیانو ولایت د استېناف څارنوالۍ ریاست د یو شمېر ښوونکو له اعتراض وروسته، د دغه ولایت د پوهنې رییس محمد رضا ادا دنده ځنډولې ده.

د بامیانو د استېناف څارنوالۍ ریاست په ۱۴/۱۴ شمېرې مکتوب کې نېټه ۱۳۹۴/۶/۷، د ولایت امنیه قومندانۍ ته امر کړی، په مالی فساد د تورنېدو له امله د بامیانو پوهنې رییس محمد رضا ادا او د هغه مرستیالانو ته پاسپورټ ورنه کړی.

د کورنیو چارو وزارت په پته د لویې څارنوالۍ ۵۱۱۷/۰ شمېرې مکتوب نېټه ۱۳۹۴/۷/۲۸ پر اساس، د بامیانو د پوهنې رییسمحمد رضا ادا او ددغه ریاست د مرستیال غلام‌حُسین شریفی دنده ځنډول شوې ده.

په دغه مکتوب کې راغلی دی: «د ۵۷۶ متقاعد ښوونکو معاشونو اجرا په تړاو چې په ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو کې د پوهنې وزارت او د کابل د تقاعد ریاست په لړۍ د بامیانو پوهنې ریاست معرفی کړی، د څېړنو بهیر ترپایه د بامیانو د پوهنې ریسمحمد رضا ادا، د پوهنې ریاست مرستیالان غلام مُحسین شریفی او سید اسدالله، د سوانح مدیر محمد شریف، د استخدام مدیر بسم‌الله او د بامیانو د پوهنې ریاست د بشری منابعو مدیر میر حُسین ممنوع‌الخروج دی.» د بامیانو ولایت د سکتوری خدمتونو ریاست هم ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته په ۴۴۵۲ګڼه مکتوب کې نېټه ۱۳۹۴/۷/۱۱، په پوهنې ریاست کې د اداری فساد شتون پراخ بللی دی.

 

د څېړنو د پیلولو امر

په ورته حال کې د بامیانو د استېناف څارنوالۍ رییس عبدالوهاب الکوزی وایی، د لویې څارنوالۍ لارښوونو پراساس د بامیانو د پوهنې ریاست په تړاو څېړنې پیل شوی دی.

ښاغلی الکوزی ۸صبح ته وویل: «موږ ته له لویې څارنوالۍ څخه مکتوب راغلی، چې ددغه ولایت د قراردادی او اجیر ښوونکو دوسیې په تړاو څېړنې وکړو، د لویې څارنوالۍ په یوه مکتوب کې د قراردادی اجیرانو شمېر ۶۵۷ او په بل مکتوب کې ۷۰۷ کسه یاد شوی، چې قضیې هم ترڅېړنې لاندې ده.»

خو د بامیانو د پوهنې رییسمحمد رضا ادا، ددغه ریاست په مالی او اداری فساد کې هر ډول لاس لرل نه منی.

هغه ۸صبح ته وویل: «زه په ۹۲/۱۰/۲۴ نېټه دایکنډی ته تبدیل شوم او په ۹۳/۳/۱۸ نېټه بیرته بامیانو ته راغلم، ترټولو زیات دغه اجرات په همدې موده کې شوی دی. زه نه پوهېږم چې څومره کسانو تقاعد کړی او د تقاعد څومره پیسې یې اخیستی دی، خو داسې ویل کیږی، چې ۹۰ میلیون افغانۍ اختلاس شوی، چې دغه مبلغ هم نه تاییدوم. د دایکنډی د پوهنې ریاست څوکیو اخیستو قرارداد هم زما له ورتګه مخکې شوی و.»

هغه د شیبر ولسوالۍ د ښوونکو حق‌الزحمې په اړه هم وویل: «د شبیر ولسوالۍ د ښوونکو حق‌الزحمه زیاته نه ده، بلکې ناسم پوهاوی دی چې سیاسی اړخ لری، زه د سیاست قربانی شوی یم او په فساد زما تورنېدل یوه سیاسی مسله ده. یو ضرب‌المثل دی چې وایی، ګیدن مرغۍ خوری وهل مړز. د بامیانو په پوهنې ریاست کې اختلاس نورو کسانو کړی، خو له بده مرغه زه له هېواد څخه ممنوع‌الخروج اعلان شوی یم.»

نور کسان د فساد قربانی

خو د بامیانو د پوهنې ریاست مالی او اداری مرستیال غلام‌حُسین شریفی هم د تقاعد شویو ښوونکو ۹۰ میلیون افغانیو په اړه وایی، هغه د نورو د فساد قربانی شوی دی.

ښاغلی شریفی وویل: «د بامیانو د متقاعد ښوونکو نوملړ د ښوونځیو ادارو جوړ کړی، د پوهنې مدیریتونو، د څارنې پلاویاو د پوهنې امریتونو تایید، مهر او لاسلیک کړی، له هغه وروسته د پوهنې ریاست ته سپارل شوی دی.»

هغه زیاته کړه: «ما ته هره شیبه او هر ساعت رضا ادا لارښوونه کوله او د پوهنې ریاست هره پاڼه مې د رضا ادا په امر لاسلیک کړې ده. هغه (ښاغلی ادا) زه اړ اېستم چې مالی جدولونه لاسلیک کړم. زه ښاغلی ادا غولولی یم.»له دې ټولو سره سره، د ۸صبح موندې ښیی، چې د بامیانو د پوهنې ریاست په خریداریو کې هم مالی او اداری فساد شته او د یو شمېر توکو بیه بازار په پرتله دوه یا درې برابره لوړه لیکل شوې ده.

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/bamyan-90-million-af-education-corruption/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading