بازتاب نیوز

کابل پنځه نوی سفیران ونومول

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، بېلجیم، چک جمهوریت، ناروې او ترکمنستان لپاره نوی سفیران ټاکلی دی.د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر او په اقتصادی چارو کې د ولسمشر اشرف غنی مشارو حضرت عمر زاخېلوال پاکستان کې افغان سفیر ټاکل شوی.د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګی مرستیال مصدق خلیلی په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر نومول شوی دی.د اجراییه ریاست مشاور، په کاناډا او فرانسه کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر صمد ته په بلجیم کې د افغان سفیر دنده ورکړل شوې ده.په ولسی جرګه کې د کابل استازې شکریه بارکزۍ په ناروې کې د سفیرې په حیث نومول شوې ده.همدا ډول په دغه خبرپاڼه کې راغلی د بهرنیو چارو وزارت دیپلومات میرویس ناب په ترکمنستان کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.حمدالله محب چې څو میاشتې وړاندې په امریکا کې د افغان سفیر په حیث نومول شوی و، اوس د کلمبیا، دومینکا، ارجنټاین او مکسیکو لپاره سفیر ټاکل شوی دی.

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/kabul-af-new-ambassadors/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading