بازتاب نیوز

کندهار: اروپا ته د تیښتې پر مهال یوه کورنۍ پر اوبو کې لاهو شوه

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

۸ صبح کندهار: د کندهار ښار دا روڼ اندې کورنۍ له کلونو کلونو زیار وروسته جوړه خو د ترکیې په اوبو کې په څو ساعتونو کې ورکه او د تل له پاره له منځه لاړه.

دا کورنۍ چې ټول غړی یې درلودل د ملی د یووالی حکومت له رامنځته کیدو وروسته له اقتصادی ستونزو سره مخ شوې او د لسګونه زره نورو افغانانو په څیریې غوښتل چې اروپا ته ځان ورسوی.

د کندهار ښار په تیاره او نیمه شپه کی ډېرى ناستو خلکو د ترکیې په اوبو کې ډوبې شوې کورنۍ ته وبښنې دعا کول په داسې حال کې چې دا کورنۍ د اروپا پر ځاى بلې دنیا ته ولاړه.

هر څوک تمه لری چې ژوند یې جوړ او له خواریو لرې وی خو په افغانستان کې اوس ډېرې کورنۍ د بې وزلۍ او کمزوری اقتصاد له امله نورو هیوادونو ته د تیښتې لاره نیسی.

نوید او د هغه کورنۍ د کندهار اوسیدونکی وو او غوښتل یې د اقتصادی ستونزو د حل له پاره ځانونه تر اروپا ورسوی، چی بیړۍ یې په ترکیه کې غرقه شوې، نوید، د هغه میرمن او درې لوڼې یې مړه شوی دی.

دوستانو یې یوازې د نوید، د هغه د میرمنې او یوې لور مړی موندلی خو د دوو لورګانو مړی یې اوس هم ورک دی.

زاهد احمد د نوید یو دوست دى او په دې پیښه سخت غمجن دى.

هغه له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دملی یووالی حکومت د ناغیړیو له امله نوید او د هغه کورنۍ له منځه ولاړه.((نوید ښه ژوند درلود، تعلیم یې درلود، ډېر ښه وو خو اقتصادی ستونزو اړ کړ چې خپل هیواد پریږدی او اروپا ته ولاړ شی، موږ یوازی د نوید، د هغه د میرمنې او یوې ماشومې مړی موندلی د دوو نورو ماشومو نجونو مړی مو نه دی پیدا کړی.))کندهار کې مدنی فعال محمد رسول نوښت هم د نوید او دهغه د کورنۍ له منځه تلو پړه پر حکومت وراچوی: ((دا خو د حکومت کار دى چې د خلکو ژوند ور سم کړی، تاسو وینئ چې موږ اوس د غم پر ټغر ناست یو، لامل یې یوازې او یوازې همدا حکومت دى.))دى له دولت څخه غواړی چې د خلکو اقتصادی ستونزو لرې کیدو له پاره بیړنی اقدامات تر سره کړی او دلته د امنیت راوستو ترڅنګ د بې کارۍ مخنیوى وکړی.

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/kandahar-afghanistan-af-europe/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading