بازتاب نیوز

د افغان ولسمشر د شتمنۍ نوملړ خپور شو

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

له فساد سره د مبارزې عالی ادارې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرایوی مشر عبدالله عبدالله د شتمنیو نوملړ خپور کړی. د ولسمشر غنی او د مېرمنې یې رولا غنی شتمنی ۳۲۰ میلیونه افغانۍ ‘شاوخوا ۴٫۷ میلیون ډالر’ اعلان شوې او د ښاغلی عبدالله شتمنی ۱۰ میلیونه افغانۍ، چې له ۱۵۳ زرو ډالرو ډېره کېږی.

د افغانستان په اساسی قانون کې راغلی، چې د ولسمشر، مرستیالانو، وزیرانو، د سترې محکمې کارکوونکو او لوی څارنوال شتمنۍ باید له کاری مودې وړاندې او وروسته ثبت او خپرې شی.

د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د اساسی قانون پربنسټ، د ولسمشر غنی او عبدالله د شتمنیو نوملړ خپور کړی او له خلکو غواړی چې که دغه مشران نورې شتمنۍ هم لری چې نه یې دی ثبت کړې، دغې ادارې سره دې شریکې کړی.د خپور شوی سند پربنسټ د مېرمن رولا او ښاغلی غنی ډېری شتمنۍ یو ځای دی، خو د ولسمشر غنی هغه کور، چې په دارالامان سیمه کې دی، د ده په نوم ثبت شوی.د دغه کور لویوالی څلور جریبه او ۳۰۰ متره دی، چې ارزښت یې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ دی. ښاغلی غنی دا کور په ۱۳۸۲ کال کې د عین الدین په نوم له یوه کس نه په ۲۵ میلیونه افغانۍ اخیستی و.

اجرایوی مشر عبدالله عبدالله یو بڼ د کابل په پغمان سیمه کې لری او دغه راز یو مېلمستون په پنجشیر ولایت کې لری.مېرمن رولا اوسمهال په کابل کې ژوند کوی یو کور په امریکا کې لری او ۶۰ جریبه ځمکه په لبنان کې لری، چې له خپلو دوه وروڼو او خور سره یې شریکه دی.

د عبدالله مېرمن فخریه په هند کې په یوه کرایی کور کې ژوند کوی. فخریه یو کور د کابل په کارته پروان سیمه کې او یو جریب باغ په پغمان کې لری.ښاغلی عبدالله پرته له دغو یادو شویو شتمنیو نور څه د ثبت لپاره نه لری.

خو ولسمشر غنی وایی ۱۲۲۰ جریبه باغونه په کابل او لوګر کې ورته له پلاره پاتې دی.د دغو باغونو او ځمکو ارزښت، چې د رولا غنی د لبنان ځمکه هم ور حساب شی له ۳۲۰ تر ۶۴۰ میلیونه افغانۍ کېږی.ولسمشر محمد اشرف غنی له نړیوال بانکه د تقاعد او له خپلې ولسمشرۍ څخه د میاشتې ۱۱ زره ډالر ترلاسه کوی.خو ښاغلی عبدالله وایی ۲۹۸ زره افغانۍ یې معاش دی او ۱۰۰ زره افغانۍ د دسترخوان لپاره ورکول کېږی.

د مېرمن رولا غنی سره زر ۱۸ زره ډالر او د مېرمن فخریې سره زر ۷۴۰۰ ډالره ارزښت لری.

عبدالله عبدالله په خپل بانکی حساب کې ۷ زره ډالره لری. خو ولسمشر غنی او رولا اوس ۷۱ زره ډالر په بانک کې لری.غنی ۸ شخصی موټر لری، چې ارزښت یې له ۱۰۲ میلیون افغانیو لوړ دی، خو عبدالله درې شخصی موټر لری، چې دوه یې ۶۸ زره ډالر او یو یې ۸۰۰ زره هندۍ روپۍ ارزښت لری.ولسمشر غنی په امریکا کې د څیړنیز شرکت غړی دی، چې ۵٫۴ میلیونه افغانې په دغه شرکت کې ونډه لری.غنی او مېرمن یې د دارالامان کور لپاره هره میاشت ۱۳۰ زره افغانۍ لګښت ورکوی.

د عبدالله د کورنۍ غړی هره میاشت سل زره هندی روپۍ کرایه ورکوی نوموړی وایی د لاس یوه ګړۍ یې ۴۵۰ زره افغانۍ او بله یې ۴۳۰ افغانۍ ارزښت لری، چې دواړه ډالۍ ورکړل شوې، خو غنی وایی ټولې ډالۍ یې افغان حکومت ته ورسپارلی دی.

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/president-qani-corruption-assets-registration/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading