بازتاب نیوز

درنو لوستونکو!

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

څرنګه چې د ۸ صبح ورځپاڼې پښتو ګڼه له تیر یو نیم کال راهیسې په پرله پسې توګه خپریده او په لنډ وخت کې یې خپل ځای په ټولنه په تیره پښتنی سیمو کې پیدا کړ، دادی اوس ددې لړۍ پای ته راورسیدو.

پښتو ګڼې په کابل، ننګرهار او کندهار کې په بیخی لنډه موده کې د ډیرو لوستونکو زړونو ته لار موندلې وه، دا ځکه چې په دې ګڼه کې تر ډیره د ۸ صبح هغه تحلیلی او څیړنیز مطالب پښتو ته ژباړل کیدل چې بل ځای نه شو موندل کیدی.

همدغه راز، ځینو لیکوالو په پښتو ژبه هم په زړه پورې مقالې چې د نننی ژوند ریښتینی انعکاس یې بللی شو په ډیره مینه پر موږ ولورولې چې په دې سره یې د پښتو ګڼې اعتبار د لوستونکو ترمنځ نور هم لوړ کړ. ځای لری چې له ټولو هغه لیکوالو چې په پښتو ژبه یې موږ ته مقالې لیکلی او هم هغو لیکوالو چې مقالې یې پښتو ته ژباړل شوی د زړه له کومې مننه وکړو.

په دغه یونیم کال کې زموږ همکارانو، ژباړونکو، ولایتی خبریالانو او ډیزانرانو پر خپل ټول توان هاند او هڅه کړې چې د ۸ صبح پښتو ګڼه هم د منځ پانګې او هم ظاهری بڼې له پلوه یوه مسلکی او په تول برابره ورځپاڼه وی.

هڅه مو داوه چې د خپل انسانی توان په پولو کې ورځپاڼه په زړه پورې چاپ او د لوستونکو لاسونو ته ورشی.

په پای کې له ټولو لوستونکو هم مننه چې په دې موده کې یې زموږ ملتیا کړې او ورځپاڼه یې لوستلې په دې هیله چې د ورځپاڼې کره، علمی او مالوماتی مطالبو یې د مالوماتو پانګه نوره هم بډایه کړې وی.

درنو لوستونکو!

که ژوندی وو او بیا مو د پښتو ګڼې چاپ او خپرولو له پاره مالی سرچینه پیدا کړه، بیا به هم تاسې ته لا په زړه پورې مطالب خپاره کړو، خو د اوس له پاره تاسې ټول پر لوی رب سپارو، په دې هیله چې نور کسان په لاډیره انرژی او د خبر رسولو د نویو لاسته راوړنو پر مټ دا تشه ډکه او ستاسې تنده ماته کړی.

په درنښت

اداره

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/hashte-subh-daily-pashto/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading