بازتاب نیوز

پر اساسی قانون د څار کمېسیون باید خپل اعتبار ترلاسه کړی

٢٦ غويی ١٣٩٨ روزنامه هشت صبح

ټاکل شوې، سبا پر اساسی قانون د څار کمېسیون شپږ غړی، ولسی جرګې ته وروپېژندل شی. دغه کمېسیون دنده لری، چې د اساسی قانون په متن کې ناڅرګندتیاوې، حکومتی ادارو ته روښانه کړی. د حامد کرزی په واکمنی کې هم دغه کمېسیون فعال و، خو تر ډېره یې د حکومت غوښتنو او په خپله د ښاغلی کرزی سپارښتنې په پام کې نیولې. داسې هم کېده، چې د دغه کمېسیون نظر هېڅ ادارې ته د منلو نه و او کله به یې داسې ناڅرګندې خبرې کولې، چې څوک نه پوهېدل، چې د محترمو حقوقپوهانو موخه څه ده.

کله چې د ۱۳۸۹ کال پارلمانی ټاکنې لانجمنې شوې، پخوانی ولسمشر موضوع پر اساسی قانون د څار کمېسیون ته راجع کړه، چې په دې برخه کې خپل مشورتی نظر ولسمشر ته وړاندې کړی. هغه مهال دغه کمېسیون د مشورې په توګه یو متن رسنیو ته ولېږه، دغه متن داسې ناڅرګند او مبهم و، چې هېڅوک پرې پوه نه شول. گل رحمان قاضی، چې هغه مهال پر اساسی قانون د څار کمېسیون رییس و، له دغه متن څخه یو ډول تعبیر وکړ او مرستیال یې ډاکتر محمد امین احمدی بیا ترې بل ډول تفسیر وکړ. تر هغه وروسته، ښاغلی کرزی هم د ښاغلی قاضی د تفسیر پر بنسټ، د پارلمانی ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه، یوه ځانګړې محکمه رامنځته کړه. په یوه برخه کې د اساسی قانون پر پلی کېدو د څار کمېسیون مشورتی نظر جدی و نه نیول شو. دغه کمېسیون پارلمان ته یو لیک ولېږه، چې پکې راغلی و، د لوړو زده کړو قانون په دری متن کې د دانشګاه کلمې لیکل، له اساسی قانون سره په ټکر کې نه دی. د ولسی جرګې یو شمېر غړو، چې د لوړو زده کړو وزارت قانون په فارسی متن کې د دانشګاه کلمې له لیکلو سره مخالف وو، دغه مشورتی نظر جدی و نه نیوه.

د اساسی قانون پر تطبیق د څار کمېسیون نوی غړی، که چیرې له ولسی جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړی، په لومړی ګام کې باید د دغه کمېسیون اعتبار ترلاسه کړی. زموږ د اساسی قانون له مهمو نیمګړتیاوو څخه یوه دا ده، چې په هغه کې د اساسی قانون د نص د تفسیر مرجع نه ده په ګوته شوې، په همداسې یو وضعیت کې، د اساسی قانون پر تطبیق د څار کمېسیون باید د اساسی قانون د محکمې حیثبت ولری. په یو شمېر اروپایی هېوادونو کې د اساسی قانون محکمه شته او دا محکمه د اساسی قانون په تفسیر کې اختلافی مسلو ته رسېدنه کوی. د اساسی قانون پر تطبیق د څار کمېسیون هم باید د اساسی قانون د محکمې حیثیت خپل کړی.

دغه کمېسیون هغه مهال کولی شی، د اعتبار څښتن شی، چې غړی یې د دولتی لوړ پوړو چارواکو تر اغیزې لاندې نه وی. دا سمه ده، چې ولسمشر، د اساسی قانون پر تطبیق د څار کمېسیون غړی ولسی جرګې ته ورپېژندی، خو هغه کسان، چې د دغه کمېسیون غړیتوب ترلاسه کوی، باید پر دې پوه شی، چې د دوی د واک تکیه ځای د ولسی جرګې د باور رایه ده. په ولسی جرګه کې د افغانستان د خلکو استازی حضور لری. پر دې بنسټ هېڅ دلیل نه شته، چې د دغه کمېسیون غړی، د دولتی لوړ پوړو تر اغیزې لاندې وی. بله مسله، چې د دغه کمېسیون غړی باید ورته پام وکړی، په اوسنی وضعیت کې د نظام د ارکانو په مشروعیت کې د ابهام بحث دی. ټولو ته څرګنده ده، چې ولسمشر او اجرایوی رییس د یو سیاسی هوکړه لیک له مخې د ملی یووالی حکومت رامنځته کړی دی. د ولسی جرګې قانونی موده هم پای ته رسېدلې ده. قاضی القضات هم له ولسی جرګې څخه خپله رایه ترلاسه کړې، چې اوسمهال یې موده پای ته رسېدلې ده. د اساسی قانون پر تطبیق د څار کمېسیون غړی باید له ولسمشر او اجرایوی رییس سره په خپله هره لیدنه کې وغواړی، چې پارلمانی او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شی، چې د اساسی قانون د لویې جرګې جوړېدو له پاره زمینه برابره شی، په دې توګه د اساسی قانون تعدیل مسلې ته رسېدنه او په هېواد کې د اساسی قانون بحران ته د پای ټکی کېښودل شی.

اصلي اړیکې: https://8am.af/pashto/afghanistan-constitution-commission-oversight-af/

د اصلي پاڼې خلاصول

روزنامه هشت صبح په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading