بازتاب نیوز

ولسي جرګه و نه توانېده لومړنۍ غونډه کې رییس وټاکي

٢٦ غويی ١٣٩٨ بی بی سی

د افغانستان ولسي جرګه کې نویو ټاکل شویو استازو نن خپله لومړنۍ عمومي غونډه وکړه. په غونډه کې نژدې ټولو وکیلانو برخه اخیستې وه، چې د ولسي جرګې رییس او اداري پلاوی وټاکي، خو دغه غونډه بې پایلې تر سره شوه.

د ولسي جرګې مشرتابه لپاره د خوست استازی کمال ناصر اصولي، د ننګرهار استازی، میرویس یاسیني، د پروان استازی میر رحمان رحماني او د هرات استازی عمر نصیر مجددي کاندیدان وو، خو دوی یو هم و نه توانېد پنځوس جمعه یوه رایې تر لاسه کړي.

پایله کې تر نورو د ډېرو رایو تر لاسه کولو پر بنسټ د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحمانی تر منځ د مشرتابه لپاره ټاکنه دویم پړاو ته وغځېده او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ کې به د شنبې پر ورځ د رایې اچولو لپاره د ولسي جرګې دویمه غونډه کېږي.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر کلاتوال بي بي سي ته وویل، له پروګرام سره سم باید همدا نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د دغو دوو کسانو تر منځ سیالي شوې واي، خو په وینا یې:

''د نظر اختلاف موجود و، ځینې وکیلان له تالاره ووتل، د غونډې نصاب مات شو او د دغو دوو کسانو تر منځ سیالي د شنبې ورځې ته وځنډېده. ''

د اصولو له مخې باید د شنبې پر ورځ له دې دوو کسانو نه یو ۱۲۶ یا له حاضر مجلسه پنځوس جمعه یوه رایې تر لاسه کړي، چې د افغان ولسي جرګې رییس وټاکل شي.

د ولسي جرګې ټاکنې؛ د کابل ولایت پایلې رسماً اعلان شوې

ولسي جرګه: د کابل وکیلانو د نومونو تر اعلان وروسته غونډې کوو

له نږدې څلور کلن ځنډ وروسته د پارلمان نوې دوره پرانیستل شوه

معترضو کاندیدانو د ولسي جرګې لومړۍ غونډې مخه ونیوه

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۴۴ وکیلانو برخه اخیستې وه، چې له دوی نه د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره له څلورو کاندیدانو یوه د ولسی جرګې ریاست تر لاسه کولای شوای، خو د ښاغلي کلاتوال په وینا 'دغو کاندیدانو په ترتیب سره ۷۵، ۶۹، ۵۹ او اته رایې ترلاسه کړې. '

د راتلونکې شنبې ورځې په ټاکنو کې د ولسي جرګې رییس ټاکل کېدو په تړاو ښاغلی کلاتوال وايي:

''رایې به واچول شي، خو زه ګومان کوم ښايي دوام وکړي، ځکه ځینې داسې کسان شته چې هغوی هم د بل پړاو لپاره ځانونه کاندیدوي او هڅه کوي چې رایې باطلې یا سپینې استعمال شي، خو زه دا ګټوره چاره نه بولم، ځکه که دغه کاندیدان چې اوس یې ډېرې رایې ګټلې پاتې راشي، بیا به نو نور ځانونه کاندیدوي او بله جوړه به رامخکې کېږي. ''

د ولسي جرګې په تېره تقنیني دوره کې د توافق له مخې د جرګې ریاست چارې یوه کس ته سپارل شوې وې، خو د ښاغلي کلاتوال په وینا دا ځل د ده په ګډون ټول غړي هڅه کوي چې له اصولو او قوانینو سره سم ټاکل شوی رییس ولري.

له دې مخکې د مې پر ۱۱ نېټه د ولسي جرګې د مشرتابه او اداري پلاوي ټاکنې په پام کې وې، خو له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د هغو کاندیدانو د مظاهرې له کبله چې په لومړي سر کې بریالي اعلان شوي وو، پر هغه ورځ د ولسي جرګې لومړۍ رسمي غونډه تر سره نه شوه.

له هغه وروسته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې لپاره د کابل ولایت ټاکنو پایلې له اوږده ځنډ وروسته سه شنبه د مې پر ۱۴ نېټه ماسخوتن ناوخته رسماً اعلان کړې.

مظاهره کوونکو ټینګار کاوه چې د کابل پایلو تر اعلانه مخکې باید ټاکنې ونه شي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48298857

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading