بازتاب نیوز

د روژې فايدې

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

۱- د روژه دار د خولې بوی الله تعالی ته د مشکو نه ډير خوښ دی.

۲- ملائکې روژه دارو لپاره تر روژه ماتې پورې بخښنه غواړي.

۳- الله تعالی هره ورځ جنت ښايسته کوي او ورته وايي نږدې او قريبه ده، چې زما د صالحو بنده ګانو څخه تکليفونه او سختۍ لرې کړای شي او تاته راشي.

۴- په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي.

۵- په دې مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ دروازې تړل کيږي.

۶- په دې مياشت کې ليلة القدر (د قدر شپه) ده، چې په دې شپه کې عبادت کول د زرو مياشتو نه غوره دی او څوک چې په دې شپه کې د خير او ثواب نه محروم شو، نو هغه د لوی خير نه محروم شو.

۷- د رمضان په آخري شپه کې روژه دارو ته بخښنه کيږي.

۸- د رمضان په هره شپه کې د الله تعالی له طرفه له جهنم نه خلکو د خلاصون فيصله کيږي.

مسلمانه وروره او مسلمانې خورې! د کومې مياشتې چې دا فضائل او ځانګړتياوې وي، نو مونږ به په څه شي سره د هغې استقبال کوو ؟ آيا په بې هوده خبرو او قيصو او کارونو ټوله ورځ خوبونو او بې فائدې شب ګيرۍ سره؟ بلکې مسلمان د رمضان استقبال په خالصې توبې سره کوي او کلک عزم کوي، چې دا به د ځان لپاره يو فرصت شميرم او خپل وختونه به په ښو اعمالو تيروم.

سميه سعيد

The post د روژې فايدې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-روژې-فايدې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading