بازتاب نیوز

لوګر: ۳ وسله وال وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

لوګر کې په دوو بېلو پېښو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی.

د دې ولایت رسنیز دفتر وایي پرون یوه وسله وال طالب غوښتل چې د ملي پولیسو منسوبین د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په شیخک كلا سیمه کې ترور کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا له یو میل تفنګچې سره ونیول شو.

نیول شوي کس په لوګر کې د نظامي منسوبینو د ترور په څو بېلو پېښو کې لاس درلود.

همداراز د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو د یوه تیر انداز په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

یادې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post لوګر: ۳ وسله وال وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/لوګر-۳-وسله-وال-وژل-شوي-او-یو-ژوندی-نیول/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading