بازتاب نیوز

جلال اباد کې دوه موټره قاچاق کیدونکي چارتراش نیول شوي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پل ته څېرمه پولیسو په سوزکي او مارسیډیز  ډوله موټرونو کې ۸۵ چارتراش ونيول.

د ننګرهار د والي عطاالله خوږیاڼي د معلوماتو له مخې د بهسودل پل ته څېرمه سوزکي ډوله موټر کې يې۵۰ چاتراش، چې په ډير مهارت سره يې په کې ځای پر ځای کړي و ونيول.

دوی زياتوي، چې په ورته وخت کې يې د لومړۍ ناحيې اړوند شیرزي لوبغالي سيمه کې د سبزيو بار Mercedes ډوله موټر منځ کې ۳۵ چارتراش ونيول.

يادو چارتراشو سره دوه موټر چلوونکي نيول شوي، چې امنې قوماندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي.

The post جلال اباد کې دوه موټره قاچاق کیدونکي چارتراش نیول شوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/جلال-اباد-کې-دوه-موټره-قاچاق-کیدونکي-چا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading