بازتاب نیوز

د هنر او فرهنګ اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د افغانستان د هنر او فرهنګ د ودې اجرایوي کمېټې خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د پوهنتون استاد ښاغلي عبدالجبار څپاند او د تعلیمي مسلکي نصاب غړې اغلې فرزانه شریف د پښتو او دري ژبو د املايې ستونزو په میتود اجرائیه رئیس ته رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي .

استاد عبدالجبار څپاند زیاته کړه، چې د پښتو او فارسي ژبې د املایې میتود په هکله یې تر اوسه ۱۳ جلسې نیولي، چې د هېواد ټول علمي کادرونه، پوهنتون استادان او ټول فرهنګی ټولنې پکې شتون درلود .

ښاغلي څپاند وویل، چې د یاد سمینار هدف د هېوادوالو ترمنځ د یوې واحدې املا کارول دي، چې دواړوه ژبې باید یوه املا وکاروي. همدارنګه اغلې فرزانې شریف زیاته کړه، چې د دې سمینارونو او د دې کمېټې له پایلو وروسته به د علمي اجماع رامنځته کېدو ته لاره هواره شي، چې په دې اجماع کې د افغانستان ټول لیکوالان او علمي فرهنګي کسان شتون ولري .

اغلې فرزانې زیاته کړه، چې په دې برخه کې د ملي یووالي حکومت سیاسي او علمي او اکت‌‌‌‌ا‌‌‌‌‌‌ډمیک ملاتړ ته اړتیا ده څو په دې برخه کې شته ستونزې حل شي .

اجرائيه رئيس زیاته کړه، هیله من دی چې د پښتو او فرسي ژبې املایې میتود اجرایوي کمېټه په کې د ټولو اړونده کسانو نظرونه او سلاوې واخلي او هر څه ژر دا پالیسۍ ترتیب شي، څو د اجرايي کېدو لور ته لاړه شي.

اجرائیه رئیس وویل، چې په هر ځای کې د ژبې په برخه کې تحقیق شوي وي باید ترې کار واخیستل شي او د ژبې د پیاوړتیا په برخه کې د هېڅ ډول تعصب ونشي .

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکیو د افغانستان د فرهنګ ملي پالیسۍ د جوړېدو او شویو کارونو په اړه اجرائيه رئيس ته رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې لازم پرمختګونه شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري وویل، چې د افغانستان ملي فرهنګي پالیسي د هېواد د تاریخي هویت، ملي یووالي او پرمختګ فرهنګي لارښوده ټولګه ده. هغه زیاته کړه، چې د دې پالیسي هدف د فرهنګي ودې لپاره د فرهنګي مدیریت تنظیم، د دودیز هنرونو او فرهنګي میراثونو ساتنه او پرمختګ،په فرهنګي فعالیتونو کې د ولس او په ځانګړې توګه ځوانانو ورګډول او په تړیوال کلي کې د افغاني فرهنګ لپاره د ځلانده ځای تثبیتول یاد کړل .

همدارنګه ښاغلي باوري د جام څلی په اړه وویل، چې دوه کسان له يونسکو څخه تعین شوي دي تر څو د جام څلی په اړه تحقیقات وکړي چې مونږ به د هغوی د تحقیقاتو څخه وروسته جام څلي د بیارغوني په برخه کې لازم اقدامات وکړو .

همدارنګه د غونډې ګډونوالو د غازی امان الله خان د وخت موټرو د ترمیم په اړه وویل، چې د بریتانیا موزیم اماده دی ترڅو د غازی امان الله خان د وخت موټرونه ترمیم کړي .

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې اجرایوي کمېټې چارې وستایلې او د فرهنګ د ملي پالیسۍ په اړه یې د نړیوالو ادارو او داخلې ټولو اړونده ادارو هڅې وستایلې.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله همدارنګه د یادو ټولو اجرایوي کمېټو هڅې وستایلې او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ . همدارنګه یې اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، چې د جام څلی ترمیم په برخه کې دې جدی اقدامات وکړي .

The post د هنر او فرهنګ اجرایوي کمېټې ناسته وکړه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-هنر-او-فرهنګ-اجرایوي-کمېټې-ناسته-وکړه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading