بازتاب نیوز

د لومړي ځل لپاره يوه افغانه د افغان فلم ادارې مشري کوي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د صحرا کريمي په نوم يوه افغانانه د اصلاحات اداري کمېسيون لخوا د افغان فلم ادارې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

د ياد کمېسيون مشر نادر نادري پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، افغان فلم شرکت افغانستان کې د فلم جوړولو پخوانی شرکت دی.

هغه وايي، صحرا کريمي چې خپله هم فلمي لوبغاړې ده، دغه برخه کې پام وړ کارونه وکړي.

دا اداره د افغانستان د سینما او د مستندو اثارو بډایه دولتي بنسټ دی چې په ۱۳۴۷ کال جوړ شوی او د ۹۰مې لسیرې د کورنیو جګړو ډېر مواد په‌کې خوندي ساتل شوي.

The post د لومړي ځل لپاره يوه افغانه د افغان فلم ادارې مشري کوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-لومړي-ځل-لپاره-يوه-افغانه-د-افغان-فلم/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading