بازتاب نیوز

د لغمان ولایت لپاره ځانګړی مېلمستون رغول کیږي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت لپاره د غونډو یو تالار او د ځانګړي مېلمستون رغولو چارې پیل کړي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې د غونډو دغه  تالار او ځانګړی مېلمستون پر ۷۴۵ متره مربع ځمکه باندې په دوو پوړونو کې ۷ ځانګړې خونې او د اړتیا وړ نورې برخې لري. یاده پروژه ۲۶ میلیونه او ۱۳۸ زره افغانۍ مالي لګښت غواړي.

تمه ده چې دغه پروژه د روان لمریز کال په دویمه نیمايي کې بشپړ شي.

The post د لغمان ولایت لپاره ځانګړی مېلمستون رغول کیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-لغمان-ولایت-لپاره-ځانګړی-مېلمستون-رغ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading