بازتاب نیوز

لغمان والي: سیمه ییزه حکومتوالي د ټولو قشرونو په نظریاتو پیاوړې کیږي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

دلغمان والي محمد آصف ننګ وایي، د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا په برخه کې له بېلا بېلوقشرونو سره د دوامداره ناستو او ددوی د نظریاتو اوریدل خورا مهم دي.

نوموړي نن پنجشنبه دغه څرګندونې نوموړي په هرات ولایت کې د ښې حکومتولۍ د پياوړتیا او تجربو شریکولو په علمي سیمنار کې وکړې.

په دې کنفرانس کې د لغمان، هرات ، خوست د والیانو سربیره ځوانانو، مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو او میرمنو هم ګډون کړی وو.

نوموړی وایي، د ښې حکومتولۍ پياوړتیا لپاره لازمه ده سیمه ییزې ادارې د ټولنې له بیلابیلو قشرونو سره ښې اړیکې ولري او په دغه برخه کې دوی تر ډیره بریالي روان دي.

په دې علمي کنفرانس کې د لغمان والي محمد آصف ننګ وویل ، دوی په لغمان کې ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره د ټولنې له بیلابیلو قشرونوسره ښې اړیکې لري اودغې برخې ته ژمن دي.

ننګ وایي، دوی په لغمان کې د ښځو دحقونو پیاوړتیا لپاره ډیر کار کړی او د دې سربیره یې له قومي مخورو، دیني عالمانو، ځوانانو،مدني فعالانواو خصوصي سکتور سره هم ښې اړیکې ساتلي چې دوی تردې دمه دښې حکومتولۍ په پياوړتیا کې بریالي ثابت شوي دي.

هغه زیاته کړه چې،په لغمان کې يې د کلونو وړاندې ستونزه چې د یاد ولایت شهدا او معلولین ترې ځوریدل هم حل کړه، هغوئ ته یې ځانګړی ځای وټاکه او د هستوګڼې نمرو د ویش لړۍ یې ورته پيل کړه.

نوموړي دغه راز دا هم او ویلې چې تر اوسه پورې د ټول هیواد په کچه په بې ساري ډول دوی شاوخوا ۴۰۰۰ د هستوګڼې نمرې د شهیدانو او معلولینوکورنیوته ویشلي دي.

ننګ دغه راز اوویلې چې په نظامي برخه کې یې د سرتېرو د اکمال، تجهیز، روزنې او نورو برخو کې هم ځانګړې پاملرنه ده.

والي محمد آصف ننګ دغه راز د ټولنې میشتو وګړو ته ډاډ ورکړ چې، د دوی د ستونزو په حل کې کوټلي ګامونه اخلي او هیڅ راز مرستې به له دوی نه سپموي.

The post لغمان والي: سیمه ییزه حکومتوالي د ټولو قشرونو په نظریاتو پیاوړې کیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/لغمان-والي-سیمه-ییزه-حکومتوالي-د-ټولو-ق/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading