بازتاب نیوز

ننګرهار کې ۱۹۵ شنو خونو حاصلات ورکړي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ننګرهار ولايت کرنې رياست مسئولين وايي، چې په دې ولايت کې ۱۹۵ شنې خونې، چې په دې وروستيو کې جوړې شوي د سبزيو ښه حاصلات يې ورکړي.

دغه شنې خونې د کرنې وزارت پرمختيايي پروژې له لوري په يو شمېر ولسواليو کې جوړې شوي، چې اوسمهال سل شنو خونو کافي حاصل ورکړی.

د معلوماتو له مخې هرې شنې خونې شاوخوا دوه سوه کيلو ګرامه بادرنګ او بانجان حاصل ورکړی او ډېر ژر به د پاتې نورې شنې خونې هم حاصلات ورکړي.

د کرنې وزارت CBARD پروژې له مخې به سږکال د دغو شنو خونو مالکانو ته د حاصلاتو زياتیدو په برخه کې روزنه ورکړل شي، چې په ترڅ کې به يې دغه بزګران په يو کال کې له ۲۳ څخه تر ۲۵ ځله پورې حاصل تر لاسه کړي، چې له هرې شنې خونې څخه به ۴۶۰۰ کيلو ګرامه بادرنګ ترلاسه شي.

The post ننګرهار کې ۱۹۵ شنو خونو حاصلات ورکړي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ننګرهار-کې-۱۹۵-شنو-خونو-حاصلات-ورکړي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading